د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا وبا په ترڅ کې په امریکا کې د ځان وژنو او قتلونو کچه لوړه شوې - رپوټ 


حکومتي څیړونکو د پنجشنبې په ورځ، جون ۱۵ (غبرګولي ۲۵) د یو رپوټ په خپرولو سره وویل چې د کوویډ -۱۹ وبا په جریان کې په متحده ایالاتو کې د تنکیو ځوانانو ترمنځ د ځان وژنې کچه په تیرو شاوخوا ۲۵ کلونو کې او د ځوانانو ترمنځ د ځان وژنې کچه په تیرو ۵۰ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده.

د متحده ایالاتو د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د لسو څخه تر ۲۴ کلنو ځوانانو ترمنځ د قتل او ځان وژنې کچه ارزولې ده.

د "ویرجینیا کامنولت" پوهنتون څیړونکي سټیفن ولف، چې په متحده ایالاتو کې د مړینو بهیر مطالعه کوي، وایي، دا زیاتوالی د خبرداري وړ او "د ځوانانو د رواني روغتیا کړکیچ او د ځینو پالیسیو د بدلولو اړتیا په ډاګه کوي."

کارپوهان د خپګان زیاتوالی، د رواني روغتیا خدماتو ته محدود لاسرسی او په ډیرو کورونو کې د وسلو شتون د قتل او ځان وژنې د زیاتوالي احتمالي لاملونه ګڼي.

په ۲۰۲۱ کال کې د دغه عمر د ګروپ په ۵۴ سلنه ځانمرګو او ۹۳ سلنه قتلونو کې وسلې کارول شوې وې.

ښاغلی اولف وايي: "یو تنکی ځوان تصور کړئ چې په خپله خوب خونه کې ناست او د ناهیلۍ احساس کوي، او ناڅاپه پریکړه کوي چې ځان ووژني. که دوی ټوپک ته لاس رسی ولري، نو کار له کاره تر دی."

له تصادفي مړینو وروسته، چې د موټرو د ټکرونو، لویدلو، ډوبیدلو، او په لوړه کچه د مخدره توکو د استعمال په وجه مړینې په کې شاملې دي، ځان وژنه او قتل په متحده ایالاتو کې د ۱۰ څخه تر ۲۴ کلونو پورې عمر لرونکو ځوانانو ترمنځ د مړینې دویم او دریم لوی لاملونه دي.

ځینې څیړونکي چې د مړینې د طریقې په اساس یې اطلاعات راټول کیړي دې نتیجې ته رسیدلي چې وسله اوس مهال د امریکایی ماشومانو د وژنې ترټولو لویه وسیله ده.

په راپور کې راغلي چې د پخو ځوانانو تر منځ د وژنو او ځان وژنې کچه د ۱۰تر۱۴ کلونو عمر لرونکو په پرتله خورا لوړه ده.

د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې له ۱۰ تر ۱۹ کلنو ترمنځ د ځان وژنې ۲۹۰۰ پېښې او د ۲۰ څخه تر ۲۴ کالو عمر لرونکو ترمنځ ۴۲۰۰ پیښې ثبت شوې دي. برسېره پردې، په د تنکیو ځوانانو په ګروپ کې شاوخوا ۳۰۰۰ قتلونه او د ځوانانو په ګروپ کې د ۳۹۰۰ قتلونو رپوټ ورکړل شوی دی.

په ۲۰۱۹ کال کې د ۱۵ څخه تر ۱۹ کلونو پورې عمر لرونکو ځوانانو د هرو سلو زرو ترمنځ د وژنې کچه له ۸.۹ څخه په ۲۰۲۰ کې ۱۲.۳ فیصدو ته او په ۲۰۲۱ کې ۸.۱۲ فیصدو ته لوړه شوې چې د ۱۹۹۷ کال وروسته تر ټولو لوړه کچه ده.

د ۱۵ څخه تر ۱۹ کلونو ځوانانو ترمنځ د ځان وژنې کچه د قتلونو په پرتله ټیټه وه، په داسې حال کې چې د دې عمر د ګروپ د ځوانو څخه په کم عمره او زیات عمره ځوانانو ترمنځّ بیا دا کچه لوړه وه.

د دغه راپور له مخې، د تورپوستو او اسپانوي الاصله ځوانانو تر منځ قتلونه ډېر شوي، په داسې حال کې چې د سپين پوستو ځوانانو په منځ کې د پام وړ زیاتوالی نه دی راغلی.

د تکزاس پوهنتون یو ارواپوه مدھوکر ترویدي، وايي، ممکن د زیاتوالي د لاملونو په ګوته کول ستونزمن وي، خو د کوویډ - ۱۹ قرنطین پرمهال انزوا یو عامل کیدی شي.

ترویدي وویل: "دا غلط ادراک شته چې که تاسو له تنکي ځوانانو سره د خپګان په اړه خبرې وکړئ، د دوی خپګان به لازیات شي. د خپګان لپاره د نه پوښتلو او نه ویلو پالیسي اغیزمنه نده. هرڅومره ژر چې موږ کولی شو هغه کسان وپیژنو چې مرستې ته اړتیا لري، د هغوی د ژوند ژغورلو لپاره به همغمره زیات چانس ولرو."

XS
SM
MD
LG