د لاس رسي وړ اتصالات

د دهراود ولسوالۍ پر امنیه قوماندان ځانمرګی برید شوی


په ارزګان ولایت کې نن شنبه د «لړم پر۴مه»د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې د دهراود ولسوالۍ امنیه قوماندان ټپي شوی دی.

پر امنیه قوماندان سمونمل شاه محمد باندي ځانمرګی برید نن ماپښین مهال د ولسوالۍ په بازار کې شوی دی.

د دهراود ولسوال عبدالمنان علیزي امریکا غږ ته وويل، چې په پېښه کې امنیه قوماندان او د هغه یو ساتونکی ټپي شوی او بل چاته زیان نه دی رسیدلی.

ده وويل:"پېښه نن ماپښين یوه بجه د ولسوالۍ په بازار کې د سبزي مارکېټ سره نږدې رامنځته شوې، ځانمرګي بریدګر د امنیه قوماندان شاه محمد د سپرلۍ موټر په نښه کړی وو، چې د چاودنې پر مهال هغه له یوه ساتونکي سره ټپي شوی او روغتیايي حالت يې هم د ډاډ وړ دی او بل چاته زیان نه دی رسیدلی."

د هراود ولسوالي د ارزګان د مرکز ترینکوټ په جنوب ۸۰ کیلو مترۍ کې د هلمند ولایت سره پر پوله پرته ده.

نوموړې ولسوالي تر ولایتي مرکز ترینکوټ وروسته د ارزګان دوهمه مرکزي سیمه بلل کیږي چې ګڼ مېشته او اقتصادي ولسوالي ده.

تر اوسه چا د دې پېښي مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG