د لاس رسي وړ اتصالات

سروې: اکثر والیان خبریالانو سره همکاري نه کوي


په دې سروې کې لوګر، تخار او کونړ هغه ولایتونه ښودل شوي، چې چارواکي یې له رسنیو سره ښه همکاري لري.
په دې سروې کې لوګر، تخار او کونړ هغه ولایتونه ښودل شوي، چې چارواکي یې له رسنیو سره ښه همکاري لري.

د کابل پرس کلب په نوم د خبریالانو او رسنیو د حقونو د دفاع یو بنسټ په یوې تازه سروې کې ویلي، چې د افغانستان په ولایتونو کې اکثره سیمه ایز چارواکي له خبریالانو سره همکاري نه کوي.

دا سروې چې په څلورو میاشتو کې، د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې له ۳۷۰ خبریالانو سره د مرکو له لارې ترسره شوې په کې زابل، کاپیسا او ننګرهار هغه ولایتونه ښودل شوي، چې سیمه‌ایز چارواکي او ویاندویان یې له خبریالانو سره هیڅ ډول همکاري نه لري او ان په ځینو مواردو کې خبریالان ګواښل شوي او د ژوند خوندیتوب ته یې پاملرنه نه ده شوې.

د کابل پرس کلب د بنسټ غړي او د افغانستان د آزادو ژورنالستانو د ټولنې مشر رحیم‌الله سمندر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د سروې د خپرولو پر مهال وویل " په دغو ولایتونو کې له خبریالانو سره همکاري په نشت حساب ده، یعنې ډیرې ټیټې نمرې اخیستي، حتی له صفر څخه لاندې، په دویمه کټګورۍ کې چې ژورنالستانو سره همکاري کمه ده، د بدخشان، غزني، خوست او پکتیا ولایتونه دي، دغه څلور ولایتونه هم په دویمه درجه کې له خبریالانو سره کم همکار یا کم مرسته کوونکي ولایتونه یا مقامات دي."

ښاغلي سمندر په پرله پسې توګه د بادغیس، سمنګان، هلمند، بلخ، جوزجان، پروان، بغلان، لغمان، نورستان او هرات هغه ولایتونه یاد کړل، چې چارواکي یې له رسنیو سره کمزورې همکاري لري او خبریالانو ته پر وخت معلومات نه ورکوي.

خو هغه وویل، په دې سروې کې لوګر، تخار او کونړ هغه ولایتونه ښودل شوي، چې چارواکي یې له رسنیو سره تر ټولو ښه همکاري لري.

په همدې توګه په دې سروې کې له خبریالانو سره د ښې همکارۍ په برخه کې د بامیانو او فراه ولایتونو چارواکي په پرله پسې توګه په دویم او دریم کتار کې ځای لري او پاتې دولس ولایتونه په متوسطې کټګورې کې راغلي دي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال په دې غونډه کې له والیانو څخه وغوښتل چې له رسنیو سره همکاري وکړي.

هغه وویل "... زموږ غوښتنه داده چې والیان دې تر ټولو زیاته همکاري له مطبوعاتو سره ولري او له دې لارې خپل اجرات تر ولسه پورې ورورسوي."

خو د اجرائیه رئيس مرستیال ویاند جاوید فیصل چې په دې غونډه کې یې وینا کوله د کابل پرس کلب له خوا په ترسره شوې سروې کې نیمګړتیاو ته په اشارې وویل، چې ښايي خبریالانو له رسنیو سره د سیمه ایزو چارواکو د همکارۍ د څرنګوالي په اړه د شخصي علایقو له مخې نظرونه ورکړي وي.

ښاغلي فیصل وویل، یو شمیر والیان تازه په دندو ګمارل شوي او د هغوی په اړه د نه همکارۍ قضاوت مخکې له وخته شوی دی.

په دې سروې کې د سیمه ایزو رسنیو د وضعیت په اړه هم له خبریالانو څخه پوښتنې شوي، چې ۱۰۰ خبریالانو په خپلو ولایتونو کې د مالي منابعو د نشتوالي له امله د رسنیو وضعیت خراب ښودلې او ویلي دي چې د بودیجې د نشتوالي له امله زیات شمیر رسنۍ د له منځه تلو په حال کې دي. خو ۷۰ نورو بیا په خپلو سیمو کې د رسنیو وضعیت مثبت ښودلی دي.

XS
SM
MD
LG