د لاس رسي وړ اتصالات

په زابل کې په لسګونو کسان په یوې مشکوکه ناروغۍ اخته شوي


په زابل کې یوه مشکوکه ناروغي
په زابل کې یوه مشکوکه ناروغي

د زابل ولایت د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې لسګونه کسان په مشکوکه ناروغۍ اخته شوي دي.

د طالبانو د حکومت تر ادارې لاندې د باختر خبري آژانس د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۹) د زابل د ځايي چارواکو له قوله خبر ورکړ چې دغې ناروغۍ تر اوسه دوه ماشومان وژلي دي.

تر اوسه د دې ناروغۍ د خپرېدو په اړه ډیر کم معلومات خپاره شوي، خو د زابل د عامې روغتيا رئیس ډاکټر عبدالحکيم حکيمي وايي، په دې "شکمنه ناروغۍ" اخته ناروغان ډېره تبه لري او له پوزې او خولې يې وينې روانې دي.

د باختر خبري آژانس په رپوټ کې يو خپور شوی انځور ښيي څو تنه چې زياتره يې ماشومان دي په يو خټین ځای کې پراته دي چې د سيروم خلطې يې په رګونو پورې تړلي دي.

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې د شاجوی ولسوالۍ د فاتوزو سیمې ته د دغې ناروغۍ د خپریدو د څیړلو په موخه روغتیايي ټیمونه استول شوي دي.

د روان کال په دوبي کې او په زابل ولایت کې د سېلابونو له راوتلو وروسته ځايي طالب چارواکو د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د کولرا د خپرېدو خبر هم ورکړی و.

XS
SM
MD
LG