د لاس رسي وړ اتصالات

د زابل اوسیدونکي: د ډیورنډ پر کرښه دې د پولیو ضد واکسین ټیمونه وګمارل شي


انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

د زابل یو شمېر اوسیدونکي له روغتیايي چارواکو غواړي‌ چې د دې ولایت په شملزو ولسوالۍ کې دې د ډیورنډ پر کرښه د پولیو ضد واکسین ټیمونه وګماري.

د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د ډیورنډ پر کرښه تر سپين بولدک او چمن وروسته د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ د بادینې دروازې له لارې هره ورځ لسګونه کورنۍ له خپلو ماشومانو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ کوي.

د شملزو ولسوالۍ یو شمېر ځايي اوسیدونکي وایي چې د ډیورنډ‌ کرښې هاخوا د ګوزڼ ویروس له شتون څخه اندیښنه لري، او له روغتیایي چارواکو غواړي چې د مسافرو ماشومانو روغتیا ته پاملرنه وکړي او د دوی لپاره د پولیو ضد واکسین ځانګړي ټیمونه وګماري.

د یادې سیمې اوسیدونکي، قدرت‌الله امریکا غږ ته وویل: ”موږ د زابل ولایت له روغتیایي مسؤولینو غواړو چی د شملزو ولسوالۍ د بادینې په دروازه کې د پولیو ضد واکسین ټیمونه وګماري، تر څو د دواړو هیوادونو تر منځ د پولیو ویروس د لیږد مخه ونیول شي.“

د زابل روغتیايي مسؤولین بیا د دې غوښتنې په غبرګون کې وایي چې دوی د پوليو ضد مبارزې په ترڅ کې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ، پر ټولو لارو د پولیو ضد واکسین ګرځنده ټيمونه ګمارلي، تر څو هغه ماشومان واکسین کړي چې له خپلو کورنیو سره تګ راتګ کوي.

په زابل کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس عبدالحکیم حکیمي امریکا غږ ته وویل: ”اوس مهال په بادینې دروازه کې د پولیو ضد واکسین دوه ټیمونه پر دنده بوخت دي او د سهار له اتو بجو څخه د شپې تر ناوخته پورې د مسافرو کورنیو ماشومان واکسینوي.“

همدارنګه، نوموړي وویل چې د مرکز او ولسوالیو تر منځ پرتو لارو کې هم د واکسین ګرځنده ټیمونه فعالیت کوي.

د نوموړي په وینا، څرنګه چې په دې وروستیو کې په دې لاره د خلکو تګ او راتګ زیات شوی، نو په کار ده چې روغتیايي خدمتونه او د واکسیناتورانو شمېر زیات شي، تر څو د پولیو ناروغۍ د پېښو مخنیوی وشي.

ښاغلي حکیمي زیاته کړه: ”دې کې شک نشته چې د ډیورنډ کرښې هاخوا د پولیو ویروس ګواښ لوړ دی، او ټول هغه ماشومان چې له پاکستان څخه افغانستان ته دننه کیږي باید په منظم ډول واکسین شي.“

د پوليو پر ضد نړیوال مرستندویه بنسټونه هڅه کوي چې په افغانستان او پاکستان کې پولیو ناروغي ته د پای ټکی کېږدي، خو لاهم دا ناروغۍ په دواړه هیوادونو کې له ماشومانو قرباني اخلي.

XS
SM
MD
LG