د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یو تن خلک په موټر وهلي او ۷ تنه یې وژلي


پولیسو ویلي چې موټر د سړک غاړې سره تر جنګیدو وروسته په بل مخ اوښتی.
پولیسو ویلي چې موټر د سړک غاړې سره تر جنګیدو وروسته په بل مخ اوښتی.

د متحده ایالاتو د ټکساز په ایالت کې چارواکي وایي یو کس د کډوالو پنا ځای سره نږدې خلک، چې د بس په تمځای کې ناست و، په موټر وهلي او لږ تر لږه ۷ تنه یې وژلي او لس نور یې ټپي کړیدي.

پیښه یکشنبه مۍ ۷ غوایي ۱۷ د ټکساز ایالت بروانزویل ښار سره نږدې شوې چې له مکسیکو سره سرحد ته نژدې دی.

د کډوالو د سرپنا مسؤل پولیسو ته ویلي په امنیتي کمرې کې ښودل کیږي یو تن چې (Range Rover SUV) موټر چلوي د ترافیکو د اشارې څخه تیریږي او بیا خپل موټر مخامخ د بس په تمځای کې په ناستو خلکو ور ولي.

په پیښه کې ډیری وژل شوي او ټپي شوي کسان د ونزویلا اتباع دي. چارواکي وایي دا چې د بسونو پدې تمځای کې د خلکو د ناستې لپاره میزونه نشته نو هغوي د سړک په غاړه په ځمکه ناست وو.

عیني شاهدانو ویلي چې دغه موټر د سړک غاړې سره تر جنګیدو وروسته په بل مخ اوښتی. په سیمه کې یو شمیر خلکو موټر چلوونکی نیولی او پولیسو ته یې سپارلی.

د برانزویل پولیسو ویلي چې پیښه په سیمه ایز وخت د سهار په ۸:۳۰ بجو شوې اولا معلومه نده چې آیا موټر چلوونکي دا خلک قصداً وهلي که نه.

تحقیق کوونکي وایي ښایي موټر چلوونکی نشه و، یا ښایي دا یوه پیښه وي او یا هم ښایي په قصدي توګه یې دا کار کړی و او زیاته یې کړه چې د اصلي علت د معلومولو لپاره باید هغوي پلټنې وکړي.

موټر چلوونکی د موټر تر چپه کیدو وروسته ټپي شوي او په روغتون کې یې درملنه کیږي. پولیسو تر اوسه د موټر چلوونکي د پیژندګلوۍ په هکله څه ندي ویلي خو دومره یې ویلي چې په موټر کې تر چلوونکي پرته بل څوک نه و ناست.

د ښار د پولیسو د پلټنو مشر مارټن سنډوال خبریالانو ته وویل چې د موټر چلوونکي په روغتون کې د چارواکو سره د پیښې په هکله د معلوماتو ورکولو په برخې کې همکاري نکوي او ډیر ژر به د ښار زندان ته ولیږدول شي.

د پولیسو دې چارواکي وویل چې په زندان کې به د موټر چلوونکي د ګوتو نښانونه واخیستل شي، د مخ انځورونه به یې واخیستل او تر هغه وروسته به یې "اصلي هویت څرګند شي".

د برانزویل ښار ته ډیری هغه کډوال ورځي چې د مکسیکو د سرحد د لارې متحده ایالاتو ته راځي. د اوزنام په نامه د کډوالو دغه سرپناه چې سرحد سره نږدې پرته ده په ښار کې د کډوالو لپاره د شپې تیرولو یوازینی ځای دی او ډیری هغه کډوال پکې ساتل کیږي چې د فدرالي زندانانو څخه خوشې کیږي.

تیره ورځ هم پدې ایالت کې یو تن په مغازې کې په خلکو ډزې وکړلې او ۸ تنه یې ووژل. پولیسو برید کوونکی هم وژلی.

د ټکساز پولیسو د یکشنبې په ورځ وویل چې وژل شوی بریدګر ۳۳ کلن و، ماوریشیو ګارسیا نومیده او د ډالاس ښار اوسیدونکی و.

د پیښې څخه وروسته جمهور رئیس جو بایډن یو ځل بیا په کانګرس غږ وکړ چې په دغه هېواد کې په نیمه اتوماتیکو وسلو باندې بندیز ولګوي.​

XS
SM
MD
LG