د لاس رسي وړ اتصالات

د سویډن ډیری اوسیدونکي له ناټو سره د یو ځای کېدو ملاتړ کوي- نظر پوښتنه 


د ناټو بیرغ
د ناټو بیرغ

د یوې تازه نظر پوښتنې پایلې ښيي چې په سویډن کې اکثریت خلک د شمالي‌ اتلانتیک سازمان تړون (ناټو) د غړیتوب ترلاسه کولو پلوي‌ دي.

په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د سویډن او فنلنډ پالیسي جوړونکي په دې بحثونه کوي‌ چې آیا خپل نظامي بې پریوالي‌ ته د پای ټکی کېږدي او له ناټو سره یو ځای شي که نه.

په استکهلم کې د «دیموسکوپ» په نامه د یوې تحقیقاتي‌ اداې د «فتونبلادت» د ورځپاڼې سره په همکارۍ یوه نظر پوښتنه کړې چې پایلې ښکاره کوي د سویډن ۷۵ سلنه خلک له ناټو سره د خپل هېواد د یو ځای کېدو پلوي دي.

همدا تېره میاشت دا فیصدي ۵۱ وه. په دې اساس، اوس د سویډن ۲۱ سلنه خلک له دغې نظریې سره مخالف دي.

همدغه راز د هغو خلکو فیصده هم له ۴۴ څخه ۲۲ راښکته شوې چې په دې اړه یې لا پرېکړه نه ده کړې. په دغې نظر پوښتنې کې،‌ چې د اپریل د ۱۴ او ۱۹ ترمنځ شوې ده، له ۱۱۷۷ کسانو سره په کې مرکې شوې دي.

په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته، د مارچ په میاشت کې د یوې نظر پوښتنې پایلې اعلان شوې او په لومړي ځل په کې معلومه شوه چې ډېر سویډنیان غواړي له ناټو سره یو ځای شي.

سویډن د ناپلیون له پېر ۱۹مې پېړۍ له لومړیو راپدیخوا په هېڅ یوې جګړې کې دخیل نه دی او د داخلي امنیت سیاست یې «په پوځي تړونونو کې د نه همکارۍ» په اساس جوړ شوی دی.

خو په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته، چې روسیه یې «ځانګړي پوځي عملیات» بولي، سویډن او فنلډ ته دا فکر اچولی چې د خپل داخلي امنیت په سیاست باندې بیا غور وکړي. داسې ښکاري چې ښايی دا دواړه هېوادونه د ناټو غړي شي.

د سویډن حکومت خپله پالیسې ارزولې ده او ټاکل شوې ده چې د مۍ تر پای پورې یې پارلمان ته وسپاري. د سوسیال دموکرات ګوند په داخلي کشمکشونو اخته دی چې د ناټو سره د یو ځای کېدو په اړه پرېکړه وکړي.

روسیې خبرداری ورکړی دی که سویډن او فنلنډ د ناټو غړي‌ شي، مسکو به هم د بالتیک او اسکاندیناوي هېوادونو ته څېرمه اتومي وسلې ځای په ځای کړي.

XS
SM
MD
LG