د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن: د ناټو غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د ترکیې ځینې غوښتنې منلای نشو 


د سویډن صدراعظم
د سویډن صدراعظم

د سویډن صدراعظم نن یکشنه جنوري اتمه (مرغومې۱۸) وویل چې د شمالي‌ اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د ترکیې ځینې غوښتنې منلای نشي.

ترکیې، چې د ناټو یوازینی مسلمان غړی هېواد دی، له څو میاشتو راهېسې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب ترلاسه کولو مخه نیولې ده. فنلنډ او سویډن په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د ناټو غړیتوب ترلاسه کولو هڅې پیل کړې.

د سویډن صدراعظم اولف کریسترسون د ناټو د مشر ینس ستولتنبرګ سره په یو ګډ خبري‌ کنفرانس کې وویل: «ترکیې منلې چې موږ څه ویلي وو هغه مو وکړل، خو [ترکیه] داسې شیان هم غواړي چې موږ یې نشو کولای او نه غواړو چې ور یې کړو.»

صدراعظم اولف زیاته کړه، ورته ویل شوي‌ چې ترکیه به پرېکړه کوي، خو «نپوهېږو چې کله یې» کوي.

هغه په دې اړه ډېر جزیات ورنکړل چې د ترکیې کوم ډول غوښتنې دي‌ چې سویډن یې نشي پوره کولای. ترکیه له فنلنډ او سویډن څخه غواړي چې د نورو اقداماتو تر څنګ د «کردي یاغیانو» په ضد جګړې کې له ترکیې سره یو ځای شي.

د ترکیې ډېرې غوښتنې له سویډین څخه دي،‌ ځکه چې سویډن له کردي ټولنو سره قوي‌ روابط لري. فنلنډ ویلي دي چې دوی به د خپل ګاونډي سویډن سره په یو وخت کې د ناټو غړیتوب ترلاسه کوي.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیکاو هاویستو خبریالانو ته وویل: «فنلنډ له ناټو سره د یو ځای کېدو لپاره بېړه نکوي، موږ تر هغه وخت پورې چې سویډن شین څراغ لګولی نه وي، [ویلي‌ نه وي] صبر کولای شو.»

تېره میاشت ترکیې د سویډن ستاینه وکړه چې امنیتي اندېښنو ته یې ځوابونه ویلي دي، خو فشار یې پرې راوړ چې نورې غوښتنې یې هم ومني. په دغو غوښتنو کې ترکیې ته د ځینو کردي فعالانو ستنول هم شامل دي.

له هغه وروسته چې روسیې په اوکراین باندې پوځي یرغل پیل کړ،‌ سویډن او فنلنډ د څو لسیزو پوځي ناپیلیتوب تعهد مات کړ او په ناټو کې یې د غړیتوب غوښتنه وکړه.

امریکا او متحدینو یې د دوی د غړیتوب غوښتنه تائید کړه.

XS
SM
MD
LG