د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن ترکیې ته د هغه ژورنالست سپارل رد کړل چې اردوغان یې غواړي 


د ترکیې او سویډن مشران
د ترکیې او سویډن مشران

د سویډن سترې محکمې د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۹ (لیندۍ ۲۸) ترکیې ته د جلاوطنه ترکي ژورنالیست بولینټ کینز د سپارلو مخه ونیوله. دا مسئله د انقرې لخوا په ناټو کې د سټاکهلم د غړیتوب د تصویب لپاره یوه مهمه غوښتنه وه.

د سویډن سترې محکمې وویل چې د زمان ورځپاڼې د پخواني مدیر د بیرته استولو په وړاندې "څو خنډونه" موجود وو. ترکیې دا ژورنالست په ۲۰۱۶ کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د حکومت نسکورولو په هڅه کې په لاس لرلو تورن کړی دی.

محکمې زیاته کړې چې د کینز په وړاندې ځینې تورونه په سویډن کې جرمونه ندي، کوم چې د قضیې د سیاسي ماهیت او د هغه د کډوالۍ د ماهیت په وجه د سپارلو امکان یې ناممکن کړی دی.

قاضي پیټر ایسپ په یو بیان کې وویل: "د دې کس د سیاسي مفکورې پر بنسټ د تعقیب خطر هم شته." او په نتیجه کې، "حکومت ... نشي کولی چې د هغه د سپارلو غوښتنه ومني."

کینز د لسګونو کسانو له جملې څخه یوازینی کس دی چې اردوغان یې نوم اخیستی دی؛ هغه کسان چې انقره غواړي د سویډن د ناټو غړیتوب د تصویب په بدل کې ورسپارل شي.

له لسیزو وروسته – او یا د سویډن په قضیه کې - د پیړیو راهیسې له پوځي اتحاد څخه د لرې پاتې کیدو وروسته، سویډن او فنلنډ په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته تاریخي پریکړه وکړه چې په ناټو کې د شاملیدو غوښتنه وکړي.

د هنګري پرته، چې د ۲۰۲۳ په پیل کې به د سویډن او فنلنډ غړیتوب تصویب کړي، ترکیه یوازینی هیواد دی چې ګواښ کوي چې په ناټو کې به د دواړو هیوادونه د شاملیدو مخه ونیسي.

ترکیه، سویډن په دې تورنوي چې په ځانګړې توګه یې د کردانو یاغي ډلو ته چې انقره یې "ترهګر" ګڼي پناه ورکړې ده او په همدې خاطر یې د جون په میاشت کې د سویډن او فنلنډ سره د یوې موافقې سره سره په ناټو کې د هغوی د غړیتوب د غوښتنلیکونو تصویبول ځنډولي دي.

انقره وايي، تمه لري چې ستاکهولم په ځانګړې توګه د مجرمینو د ورسپارلو په ګډون د څو مسلو په اړه جدي اقدام وکړي.

د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن د نومبر په میاشت کې ترکیې ته سفر وکړ چې له اردوغان سره په مسلو خبرې وکړي.

د هغو "ترهګرو" په اړه چې هغه غواړي له سویډن څخه ترکیې ته انتقال شي د فشار راوړلو په ترڅ کې په یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې ښاغلي اردوغان یوازې د کینز نوم یاد کړ چې په لیست کې شامل دی.

XS
SM
MD
LG