د لاس رسي وړ اتصالات

د سویډن پولیسو یوې مظاهرې ته اجازه ورکړه چې تورات په کې سوزول کیږي

د سویډن پولیسو د جمعې په ورځ جولای ۱۴ (چنګاښ ۲۳) وویل چې یو لاریون ته یې اجازه ورکړې چې په پلازمینه سټاکهولم کې د اسرائیل د سفارت بهر د تورات د سپیڅلو متنونو سوځول به پکې شامل وي؛ دې کار اسرائیل او یهودي سازمانونه غوسه کړي دي.

دغه جنجالي لاریون چې ټاکل شوې سبا د شنبې په ورځ ترسره شي، څو اونۍ وروسته له هغې کېږي چې د سلوان مومیکا په نوم یو عراقي چې څو کاله مخکې سویډن ته کډوال شوی، په ستاکهولم کې د یو لوی جومات مخې ته قران ته اور واچوه؛ هغه عمل چې په ټوله نړۍ کې د پراخې غصې او غندنې لامل شو.

د فرانس پرس اژانس د هغه غوښتنلیک په اساس چې پولیسو ته د مظاهرې د اجازې د ترلاسه کولو لپاره ورکړل شوی، ویلي چې د شنبې د ورځې مظاهره چې د تورات او انجیل سوزول په کې شامل دي، د قران سوځونې په غبرګون او د بیان د ازادۍ څخه د ملاتړ لپاره کیږي.

د فرانس پرس اژانس ته په یوه تبصره کې د ستاکهولم پولیسو ټینګار کړی چې د سویډن قانون سره سم دوی خلکو ته د عامه غونډو د ترسره کولو اجازه ورکوي، نه دا چې په لاریون کې ترسره کیدونکو فعالیتونو ته.

د ستاکهولم د پولیسو د مطبوعاتي دفتر مشرې کارینا سکاګرلینډ وویل: "پولیس د مختلفو مذهبي متنونو د سوځولو اجازه نه ورکوي – پولیس خلکو ته اجازه ورکوي چې عامه غونډه وکړي او خپل نظر څرګند کړي."

هغې زیاته کړه چې مظاهرو ته اجازه ورکول او د متنونو سوزول سره توپیر لري.

د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرزوګ د څو اسرائیلي استازو او یهودي سازمانونو له ډلې څخه و چې سمدستي یې د سویډن د پولیسو دا پریکړه وغندله.

ولسمشر هرزوګ په یوه اعلامیه کې وویل: "زه په څرګنده توګه په سویډن کې د مقدسو کتابونو د سوځولو اجازه غندم."

د اسرائیل ولسمشر زیاته کړه: "ما د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قران سوځول وغندل، او اوس مې زړه مات دی چې یهودي بائبل، د یهودیانو تلپاتې کتاب، ورته برخلیک ته په تمه دی."

د صهیونیسټي نړیوال سازمان مشر یاکوف هیګول په یو بیان کې ویلي چې د دې اجازه ورکول «د بیان ازادي نه بلکې د صهیونیسم ضد عمل» دی.

د جون په میاشت کې، د سویډن پولیسو د ۳۷ کلن سلوان مومیکا مظاهرې ته اجازه ورکړې وه چیرې چې هغه قران کریم ته سپکاوی وکړ او د دغه کتاب د یوې نسخې څو پاڼې یې وسوځولې.

دا اجازه د بیان د ازادۍ د خوندیتوب په اساس ورکړل شوې وه، خو چارواکو وروسته وویل چې مومیکا جومات ته نږدې د اسلام د مقدس کتاب پاڼې سوځولې او د هغه له خوا د "یوې مذهبې ډلې د پارونې" د هڅې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.

د عراق، کویټ، متحده عربي اماراتو او مراکش په ګډون هیوادونو د سویډن سفیران د قران د سوځولو د پیښې په غبرګون کې احضار کړل. د اسلامي همکاریو د ۵۷ غړیو هیوادونو سازمان هم د یوې بیړنۍ غونډې په ترڅ کې دا عمل وغنده.

د سویډن حکومت هم د "اسلام نه د کرکې" په توګه د قران سوځول پداسې حال کې غندلي، چې ددې هیواد "اساسي قانون د غونډو، د بیان د ازادۍ او مظاهرو حق تضمینوي."

XS
SM
MD
LG