د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د وتلي سندرغاړي احمد ظاهر د لور هیله


د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ غړې، نګین خپلواک، د احمد ظاهر د " زندګي آخر سر آید" سندره وغږوله.
د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ غړې، نګین خپلواک، د احمد ظاهر د " زندګي آخر سر آید" سندره وغږوله.

د وتلي سندرغاړي احمد ظاهر لور وايي هیله لري افغانستان په خپلو پښو ودریږي او په نړۍ کې خواره واره افغانان بیرته خپل هېواد ته ستانه شي.

شبنم ظاهر د امریکا د ویرجینیا په ایالت کې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټوټ د دوو غړو، نګین خپلواک او حمید حبیب زاده د موسیقۍ پروګرام ته راغلې وه چې د یوه آرکسټر سره په ګډه جوړ شوی و.

تېر کال په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ اکثره غړي له افغانستان څخه وتلي دي. په هغو کې نګین خپلواک او حمید حبیب زاده اوس هڅه کوي د افغانستان موسیقي او هنر په امریکا کې ژوندی وساتي.

شبنم ظاهر وویل موسیقۍ غږوونکو د هغې د ارواښاد پلار د " زندګي آخر سر آید" سندره وویله چې شعر یې د آزاداۍ په اړه دی.

دا وايي، آزادي زموږ د ټولو افغانانو دپاره ډېره مهمه ده او پدې ویاړي چې دداسي یوه شخصیت لور ده چې دا ډول سندرې یې ویلي او یاد یې تر اوسه د خپلو خلکو تر منځ ژوندی پاتې دی.

شبنم ظاهر امریکا غږ ته وویل: "تمه لرم چې افغانستان ان شاء الله یوه ورځ داسې ځای ته ورسیږي چې موږ ټول خوښ شو او بیرته خپل هېواد ته ستانه شو."

د احمد ظاهر سندره نګین خپلواک وړاندې کړه چې له افغانستان څخه له وتلو وروسته یې په لومړي ځل د آرکستر مشري کوله. دا وايي، هدف یې د افغانستان د موسیقۍ پرمختګ او بهرنیانو ته د افغانستان د کلتور معرفي کول دي.

نګین خپلواک امریکا غږ ته وویل: "دا زموږ لپاره ډېره مهمه ده، ځکه موږ غواړو چې موسیقي مو همیشه ژوندۍ وي، څنګه چې تاسو پوهیږۍ په افغانستان کې یې موسیقي بنده کړې ده ،‌وايي چې موسیقي حرامه ده،‌ نو موږ هنرمندان باید دلته کوښښ وکړو چې موسیقي مو ژوندۍ وساتو."

د ویرجینیا اوسېدونکې، اشلي الکالا هم دغه پروګرام ته راغلې وه. هغې وویل: "ډېر ښکلی او هڅوونکی پروګرام و، له احساساتو ډک و،‌ هغه څه چې اوس په افغانستان کې په خلکو تېریږي،‌ احساس کولای مو شو. احساسات یې د درک وړ او ډېر ښکلي وو."

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټوټ غړی حمید حبیب زاده وايي، که څه هم اوس په افغانستان کې نه دی، خو خپل هنر ته به په بهر کې دوام ورکړي.

حبیب زاده وايي، هیله لري چې دا حالت بدل شي او وکولای شي چې یوه ورځ بیرته په خپل هېواد کې د موسیقۍ پروګرامونه ولري.

دا پروګرام د الکسندریه سیمفوني آرکسټر لخوا امریکا ته د نویو راغلو افغانانو لپاره جوړ شوی و او بل هدف یې د افغانستان د موسیقۍ وده او ورسره آشنايي ښودل شوی دی.

د الکسندریه سیمفوني آرکسټر مشر جیمز راز وايي، که څه هم په افغانستان کې پر موسیقۍ بندیز لګول شوی دی،‌ خو دوی هڅه کوي چې د موسیقۍ د ملي انسټیټوټ د غړو په همکارۍ افغاني هنر، کلتور او موسیقي ژوندۍ وساتي.

جیمز راز وویل: "غواړو دا ډاډ ترلاسه کړو چې د هغه هېواد غني کلتور چې موسیقي، هنر او شاعري ده، تر هغې چې بیرته خپل هېواد ته ستنیږي، په یو ډول يې وساتو او پاملرنه ورته وکړو."‌

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټوټ غړي وايي، د خپل کار د ودې په موخه به په راتلونکې کې هم ورته پروګرامونه ترسره کړي. دوی وايي، که څه هم اوس په افغانستان کې نه دي، خو د خپل هنر له لارې هڅه کوي چې نړۍ ته د پرمختللي افغانستان تصویر وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG