د لاس رسي وړ اتصالات

براهیمي: د سوریې حکومت او مخالفینو د لوي اختر په مناسبت اروبند اعلان کړی


نړیوال استاځی ( لخضر براهیمي ) وایي چې د سوریې حکومت او د یاغیانو ځینو ډلو چې د ولسمشر بشار اسد مخالفې دي د لوي اختر د رخصتیو په ورځو کې چي نن د پنجشنبې په ورځ پیل کیږي د اوربند سره موافقه کړې ده.

د سوریې لپاره د ملگرو ملتونو او عربي ټولني دغه استاځي پرون د چهارشنبې په ورځ په قاهره کي وویل چي دی هیله لري چې دغه د څو ورځو اوربند به د سیاسي جریان د یوې برخي په توگه په اوږده اوربند بدل شي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت وایي چي هغه تر اوسه لاهم په دې اوربند باندي فکر کوي او په دې اړه به وروستۍ پریکړه د پنجشنبې په ورځ وکړي.

وروسته له هغه چي براهیمي د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته د یوې ویډیو له لاري په دې هکله معلومات ورکړل، د نړۍ د لویو طاقتونو او د امنیت د شورا له غړو نه یې وغوښتل چي ددې اوربند د نافذولو لپاره دي د خپل واک اختیار نه کار واخلي.

براهیمي د امنیت شورا ته ویلي دي چي د جگړې د ختمیدو لپاره چټکه حل لاره نه شته او د دغې شورا نه یې وغوښتل چي د اوربند قوي ملاتړ وکړي.هغه وویل چي ددې شخړو او جگړو په ختمولو کي بله ناکامي به دا جگړې نوره هم پسې سخته کړي او هغه به نورو ملکونو ته هم وغځیږي.

مخکي هم یو اوربند چي د ملگرو ملتونو د پخواني عمومي منشي او خاص آستاځي ( کوفي عنان ) له خوا ترتیب شوی و، له نافذیدو نه لږ وروسته مات شو.
XS
SM
MD
LG