د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې جګړه لس کلنه شوه؛ نږدې ۴۰۰زره کسان پکې وژل شوي


د سوریې په جګړې د شلو زرو نه ډیر ماشومان هم وژل شوي.
د سوریې په جګړې د شلو زرو نه ډیر ماشومان هم وژل شوي.

د بشري حقونو د څار یوه اداره وایي د سوریې په لس کلنۍ جګړې کې ۳۸۸۶۵۲ کسان وژل شوي چې ۲۲۰۰۰ یې ماشومان دي.

په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال د مارچ د میاشتې په ۱۵ مې د عربو د پاڅون په لړ کې ولسې مظاهرې وشوې او د جمهور رئیس بشارالاسد د لیرې کیدو غوښتنه یې کوله. مظاهرې وروسته په جګړې بدلې شوې.

د سوریې د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز یې په لندن کې دی او په سوریه کې د جګړې په هکله معلومات راټولوي، نن یکشنبه، مارچ ۱۴(کب۲۴) ویلي دي چې په جګړې کې ۱۱۷۳۸۸ عام خلک وژل شوي چې ۲۲ زره یې ماشومان و.

د دې ادارې په راپور کې ویل شوي چې اکثریت عام خلک د سوریې د رژیم او د رژیم د طرفدارو ملیشو په بریدونو کې وژل شوي.

پدې تیرو لسو کالونو کې یوازې په روان میلادي کال کې په سوریه کې جګړه کمه شوې ځکه چې د یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ اوربند شوی او ډیر تمرکز د کرونا ویروس د خپریدو په مخنیوي شوی.

د بشري حقونو د ادارې په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د جګړې د پیل راهیسې، شاوخوا ۱۶زره کسان د حکومت په زندانونو کې وژل شوي.

دې ادارې ویلي چې ښایي ددې کسانو شمیر تر دې هم لوړ وي ځکه چې پدې کې هغه ۸۸ زره کسان ندي شامل چې ممکن د رژیم په زندانونو کې د شکنجې له کبله مړه شوي و.

د جګړې له وجې همدرانګه د سوریې د نیمایي نه زیات اوسیدونکي بې کوره شوي او د بشري حقونو د څار اداره وایي چې شاوخوا ۲۰۰ زره کسان تري تم دي.

د جګړې په پیل کې یاغیانو د سوریې ډیرې سیمې د رژیم د ځواکونو څخه ونیولې خو رژیم د یاغیانو په مقابل کې وروسته تر هغه برلاسی شو چې روسیې په ۲۰۱۵ کال کې نظامي مداخله وکړه او د یاغیانو په مرکزونو یې هوایي بمبارۍ پیل کړې.

د سوریې تقریباً ۶۰ په سلو کې خاوره اوس د رژیم په لاس کې ده. سوریه اوس په څلورو برخو ویشل شوې.

په شمال ختیځ کې د ادلیب ولایت د یاغیانو په لاس کې دی. په شمال کې بیا هغه سیمې چې د ترکیې سر سرحد ته نژدې دي، د ترکیې په لاس کې دي.او شمال ختیځې برخې یې بیا د هغو کردي ملیشو په لاس کې دي چې امریکا یې ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG