د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل په سوریه کې 'پوستې او هوايي اډې' بمبار کړي 


د سوریې نقشه
د سوریې نقشه

د سوریې د دفاع وزارت نن یکشنبه اپریل دویمه (حمل ۱۳) وویل چې اسرائیلي ځواکونو د حمص په ولایت کې په پوستو بریدونه کړي، خو د لویدیځ استخباراتي سرچېنې وايي هغه سیمې بمبار شوي چې ایراني اتباع په کې میشت وو.

د اسرائيل پوځ د دغو بریدونو په اړه له تبصرې ډډه کړې ده. دا د پنجشنبې د ورځې راهېسې په سوریې باندې د اسرائيل درېیم برید دی.

د ایران دولتي‌ رسنیو نن راپور ورکړ چې د جمعې په ورځ دمشق ته نژدې د اسرائیل په هوايي برید کې د ایران د انقلابي ګارد دوه عسکر وژل شوي‌ دي.

د اسرائيل صدراعظم بینیامن نتنیاهو پرته له دې چې دا بریدونه یاد کړي وویل چې د «ترهګرو ملاتړ رژیمونه لوی قیمت» پرې کوي.‌ نوموړي خپلې کابینې ته په تلویزونې وینا کې دا څرګندونې وکړې.

د سوریې د دفاع وزارت نن په دولتي رسنیو کې په یوې اعلامیې کې وویل: «اسرائيل [سهار ۰۰:۳۵] د بیروت له شمال لویدیځ لوري څخه یو هوايي برید پيل کړ او په حمص کې یې ځینې پوستې په نښه کړې.» د سوریې یوې پوځي سرچېنې دولتي رسنیو ته ویلي چې په بریدونو کې پنځه پوځي پرسونل ژوبل شوي او ځینې ویجاړۍ هم رامنځ ته شوې.

د لویدیځ‌ دوو اسخباراتي سرچېنو، چې نغواړي نومونه یې خپاره شي، ویلي دي چې راکټونه د پالمار د لرغوني ښار په لویدیځ کې او د الدبعه په هوايي ډګر کې د «T4» اډې وېشتل شوي دي. دا سیمه د سوریې قصیر ښار ته څېرمه د لبنان سرحد ته،‌ چې د حزب الله ډله په کې برلاسې ده، نژدې ده.

دغو سرچېنو ویلي دي چې د حمص ولایت په دغو سیمو کې د ایران پوځي پرسونل او د حزب الله ډلې جنګیالي دېره دي او لوی حضور لري.

یوې سیمه ایزې سرچېنې ویلي دي چې په بریدونو کې د ځمکې لاندې یوه دستګاه، چې شک کېږي ایراني سایسنپوهان په کې میزایل جوړوي او د بې پیلوټه الوتکو ظرفیت لوړوي، هم په نښه شوې ده.

سوریه د لویدیځ دا ادعا ردوي‌ چې ګنې ایران،‌ په دغه هېواد کې لوی پوځي حضور لري، دا په داسې حال کې ده چې د ایران لوړ پوړي پوځي مشران وخت ناوخت سوریې ته سفرونه کوي.

سوریه وايي له ایران سره یې پوځي همکاري او د وسلو پروګرامونه له څو لسیزو راهېسې د ستراتېژیکو روابطو یوه برخه ده چې هدف یې د اسرائيل د ګواښونو په وړاندې درېدل دي.

ایران وايی د دمشق په غوښتنه یې افسران په سوریې کې د سلا مشورو ورکولو رول ادا کوي. په سوریې کې په ۱۲ کلنې کورنۍ جګړې کې د ایران د انقلابي ګارد لسګونه سرتېري او افسران وژل شوي دي.

اسرائیل هم له څو کلونو راهېسې په سوریې کې د «ایران سره په تړلیو اهدافو» هوايي بریدونه کوي، ایران په جګړې کې د ولسمشر بشارالاسد ننګه کړې او په دغه هېواد کې یې خپل نفوذ زیات کړی دی.

XS
SM
MD
LG