د لاس رسي وړ اتصالات

تهران په سوریه کې په ایران پلوه ځواکونو د امریکا برید وغانده 


د ایران د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د ایران سره په تړلو ځواکونو باندې د متحده ایالاتو هوایی برید وغانده چې د رپوټونو له مخې په کې ۱۹ کسان وژل شوي دي.

واشنګټن ویلي چې دا بریدونه یې د متحده ایالاتو په ځواکونو باندې د بې پیلوټه الوتکې د وژونکي برید په غبرګون کې کړي چې یو امریکایي قراردادي په کې وژل شوی او د دریو امریکایي سرتیرو په ګډون شپږ تنه په کې ټپیان شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د امریکا دغه برید «وحشتناکه او تروریستي» بللی او په کلکه یې غندلی دی.

د سوریې د جګړې د څار د بشري حقونو ډلې ویلي دي چې په دې پیښه کې د وژل شویو کسانو اکثریت د سوریې اتباع دي.

دغې ډلې ویلي دي چې د امریکا بریدونه د دې سبب شوي چې د ایران ملاتړي ملېشې نور راکټي بریدونه هم وکړي.

د سوریې حکومت، چې د ایران نږدې متحد دی، هم ویلي چې «امریکا د خپلو بریدونو د توجیه کولو لپاره د هوايي بریدونو د هدفونو په اړه درواغ ویلي.»

پنټاګون ویلي چې په "ایران کې جوړې شوې" کامیکاز ډرون الوتکې د سوریې شمال ختیځ حساکا ته نږدې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ایتلاف په یوه اډه کې د ساتنې مرکز په نښه کړی.


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټین د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۳ وویل چې ددې پیښې په غبرګون کې ولسمشر جوبایډن د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو سره د تړلو ډلو پر ضد د «دقیقو» بریدونو امر وکړ.

د آسټین په وینا دا هوایي بریدونه په سوریه کې د ایران د سپاه پاسداران له ملاتړ څخه د برخمنو جنګیالیو پر ضد شوي دي.

د ایران تر ملاتړ لاندې ملیشې په سوریه کې په ځانګړې توګه له عراق سره د پولې په شاوخوا کې او د فرات په جنوب او لویدیځ کې د دیرالزور په ولایت کې، چې د امریکا دا وروستي بریدونه شوي، پراخ حضور لري.

تر دې دمخه په بریتانیا کې میشتې د سوریې بشري حقونو د ډلې مشر رامي عبدالرحمن ویلي وو چې د امریکا په هوایي بریدونو کې په دیرالزور کې د وسلو یو ډیپو په نښه شوی چې په کې شپږ ایران پلوه جنګیالي ووژل شول. د هغه په وینا دوه نور جنګیالي د المیادین په دښته کې او شپږ نور د البو کمال سره نږدې په بریدونو کې ووژل شول.

متحده ایالات د سوریې په شمال ختیځ کې د اسلامي دولت ډلې د پاتې شونو په وړاندې د نړیوال ایتلاف د یوې برخې په توګه شاوخوا ۹۰۰ سرتیري په اډو او پوستو کې ځای پر ځای کړي دي.

ایران چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت مهم متحد دی، ویلي چې خپل ځواکونه یې د دمشق په بلنه او یوازې د سلامشورو لپاره په سوریه کې ځای پر ځای کړي دي.

په سوریه کې د امریکایي ځواکونو او ایران پلوه ملیشو تر منځ په یو بل د تازه بریدونو څخه وروسته د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن جمعه مارچ ۲۴ (کب۴) ایران ته خبرداری ورکړ چې د امریکایانو د خوندیتوب لپاره به "قاطع عمل وکړي".

XS
SM
MD
LG