د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د سوریې مخ پر زیاتیدو کډوالو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو


د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي چې د سږکال تر پایه پوري تر ۷۰ زرو پوري سوریه یان ښايي ددغه هیواد څخه د جګړې په خاطر ووځي.

د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې په اوردن، لبنان ، ترکیه او عراق کې د سوریې د خلګو سره د مرستې لپاره د ۵ ساوه میلونو ډالرو غوښتنه وکړه.

دغه اداره وايي چې د سوریې څخه یادشویو هیوادونو ته هره ورځ د ۲ زرو نه نیولې تر ۳ زرو پوري خلګ ورځي او د مارچ د میاشتې راهیسې د ثبت شویو سوریه یي کډوالو شمیر د ۶ ساوه فیصده څخه هم زیات شوی دی.

د مرستې غوښتنه په داسي حال کې کېږي چې د سوریې د بشري حقوقو ډلو د چارشنبې ورځ د سوریې د ۱۸ میاشتني پاڅون تر ټولو خونړۍ ورځ وبلله.


دغه سازمان وايي چې د چارشنبې په ورځ په سوریه کې د ۳ ساوه نه زیات خلګ چې اکثره یې ملکیان وو، ووژل شول.
XS
SM
MD
LG