د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې حکومت یو ځلې بیا د ژنیو په خبرو کې برخه اخلي


په ملگروملتونو کې د سوریې سفیر
په ملگروملتونو کې د سوریې سفیر

د یکشنبې په ورځ ( دسمبر١٠) د سوریې یو حکومتي هیت د ملگروملتونو د استاځي سټیفن ډی مستورا سره د خبرو د بیرته پیلولو لپاره ژنیو ته رسیدلی دی. دیادونې وړ ده چې دا خبرې د یوې اونۍ د ځنډ نه وروسته شروع شویدي. د چارو ځینې کارپوهان وایي چې د سوریې حکومت نه غواړي په خبرو کې برخه واخلي.

په ملگرو ملتونو کې د سوریې سفیر بشار الجعفري او د سوریې لپاره د ملگرو ملتونو استاځی ډي مستورا به په دغه ملک کې د ٧ کلونو نه د روانې خونړۍ جگړې د ختمیدو لپاره د یو سیاسي حل په هکله خبرې وکړې.

د رویټرز یو خبریال چې د الجعفري سره یې د بیروت نه ژنیو ته په طیارې کې سفر کاوه، وویل چې هغه په دې هکله د تبصرې نه ډډه وکړه.

ښاغلي ډي مستورا د سوریې د حکومتي هیت او د حکومت د مخالفې ډلې سره بیل بیل ملاقاتونه کړیدي او د مسلې د حل لپاره کوښښونه کوي. په دغو خبرو کې د سیاسي حل برسیره په سوریې کې د انتخاباتو په امکاناتو هم خبرې شوي.

جعفري چې په دغو خبرو کې د برخې اخیستنې لپاره یوه ورځ وروسته رارسیدلی و او دوه ورځې وروسته بیرته لاړو، په سیاسي مخالفینو یې تور ولگاوه چې هغوي د خبرو کامیابیده نه غواړي ځکه چې هغوي د سوریې د سیاسي انتقال په پروسې کې د ولسمشر بشار اسد هیڅ ډول رول نه مني.

ښاغلي ډي مستورا وویل چې هغه به روانه اونۍ دا معلومه کړي چې څوک خو د مذاکراتو د سبوتاژ کولو کوښښ نه کوي.

یو غربي لوړپوړي ډپلومات د دغو خبرو په اړه وویل "د سوریې د حکومت سیاسي مخالفین غواړي چې خبرې وکړي. هغوي دا وخت هم د ملک نه د باندې او هم په ملک کې دننه د سختو نیوکو سره مخ دي. په هغوي په دی وجه هم ډیر فشار موجود دی چې حکومت پرې د لویدیځ غوټا په سیمې کې بمباري کوي."

دغه چارواکي زیاته کړه چې د سوریې حکومت د ژنیو په خبرو کې چې د دسمبر په ٥ نیټه شروع کیدی، برخه وانخیسته، چې ښیي حکومت د سیاسي بهیر سره علاقه نلري.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتن وړاندیز کړیدی چې د روسیې د سوچي په ښار کې دې د سوریې مختلفې خواوې خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG