د لاس رسي وړ اتصالات

بلوچستان کې د پولیسو پر مرکز وسله واله حمله شوې


د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پولیسو پر یوه مرکز وسله واله حمله او چاودنه کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي‌ او د ۷ ملکیانو په ګډونن ۱۵ نور پولیس ټپیان شوي‌ دي.

پېښه نن سې شنې د «سلواغې پر ۹مه» د بلوچستان ایالت به لورلايي سیمه کې رامنځته شوې ده.

په بلوچستان کې د پولیسو یوه افسر محسین حسن بټ ډان پاکستانۍ ورځپاڼې ته ویلي چې د برید اصلي هدف د پولیسو په مرکز کې د پولیسو په لیکو کې د نو کسانو نیولو د ازموینې بهیر و.

نوموړي ویلي چې د چاودنې بڼه لا تر دامهاله معلومه نه ده.

په لورلايي کې د ملکي روغتون مشر ډاکټر فیض کاکړ ویلي چې د پېښې له ځایه دوی ته ۱۵ ټپیان ورکړل شوي چې د دوو تنو روغتيايي حالت خراب ښودل شوی دی.

نوموړي همدارنګه ویلي چې په دغه برید کې دوه پولیس هم وژل شوي دي.

تر دامهاله ددغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG