د تاجکستان حکومت وايي چې دوه تاجک سرحدي ساتونکي د "یوې ترهګرې ډلې له غړو" سره په نښته کې وژل شوي دي چې له افغانستان څخه دې هېواد ته ننوتلي وو.
د تاجکستان دولتي خبري اژانس (خاور) د پنجشنبې په ورځ، د ډسمبر په ۲۵مه، راپور ورکړ چې دا نښته د چهارشنبې په ورځ د تاجکستان د ختلون ولایت په شمس الدین شاهین سیمه کې رامنځته شوې ده.
د خاور په وینا، درې "ترهګر" د تاجکستان په یوې "سرحدي پوستې" برید وکړ، او درې واړه د تاجک ځواکونو په ځوابي ډزو کې ووژل شول.
په دې راپور کې، د تاجکستان دولتي خبري اژانس طالبان د دې ډلې د ژمنو او تعهد په وړاندې چې د تاجکستان سره د افغانستان په پوله کې امنیت او ثبات ډاډمن کړي، په"جدي او پرله پسې بې مسؤلیتۍ" تورن کړي.
د خاور خبري اژانس د راپور له مخې، د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې د طالبانو د حکومت له مشرتابه څخه غوښتي چې د دې پېښې له امله "د تاجکستان له خلکو څخه بخښنه وغواړي" او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پولې د امنیت د تامین لپاره جدي اقدامات وکړي.
تاجک چارواکو تر اوسه د دریو بریدګرو د هویت یا د کومې ترهګرې ډلې سره د تړاو په اړه معلومات نه دي خپاره کړي، او ویلي یې دي چې د پیښې په اړه تحقیقات روان دي.
دا په تېره یوه میاشت کې د تاجک-افغان پولې په اوږدو کې دریم وسله وال برید دی، چې تاجک چارواکو "له افغانستان څخه تاجکستان ته تلونکو ترهګرو" ته منسوب کړی دی.
د نومبر په ۲۸ او ۳۰مه، د شمس الدین شاهین سرحدي سیمه کې په چینايي کارګرانو په دوو جلا بریدونو کې پنځه چینایي اتباع ووژل شول او څو نور ټپیان شول، چې د تاجک حکومت یې پړه په افغانستان کې په میشتو ترهګرو ډلو واچوله.
د طالبانو حکومت تر اوسه د دې وروستي برید په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د نومبر په میاشت کې د چینایي کارګرانو له وژنې وروسته، د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د بریدونو د غندلو په اړه یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل: "دا پیښه د هغو کړیو کار دی چې هڅه کوي ګډوډي، بې ثباتي او د سیمې د هیوادونو ترمنځ بې باوري رامنځته کړي."
تاجکستان چې شاوخوا ۱۱ میلیونه نفوس لري، په تیرو څلورو کلونو کې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي دي له طالبانو سره ترینګلې اړیکې لري او تل یې په افغانستان کې د ناامنۍ د خپریدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت چارواکو په وار وار خبرداری ورکړی چې افغانستان د ترهګرو ډلو د ودې او فعالیتونو لپاره ځاله ګرځیدای شي او د سیمې هیوادونو او د امریکا ملي امنیت ته یې ګواښ دی.
په یوه تازه مورد کې، د امریکا د حکومت د ترهګرۍ ضد ملي مرکز مشر جو کینټ د دسمبر په ۱۱مه د استازو جرګې د کورني امنیت کمیټې ته وویل چې داعش او القاعده اوس د افغانستان او سوریې په څیر ځایونو کې پټنځایونه موندلي دي، چې لامل یې په دې هیوادونو کې د حکومتونو "انتقالي ماهیت" ښودل شوي.
خو د طالبانو حکومت تل له افغانستان څخه ګاونډیو هیوادونو ته د ترهګریز ګواښ د خپریدو په اړه اندیښنې رد کړې دي، او ویلي یې دي چې هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړل شي چې د بل هیواد په وړاندې د افغانستان خاوره وکاروي.
فورم \ دبحث خونه