د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وایي د راتلونکي لمریزکال په پیل کې د نجونو ښوونځي پرانیزي


د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ د جنورۍ ۱۵ ( مرغومي ۲۵) د اسوشیتډ پرس خبري اژانس ته وویل دوی هیله مند دي چې وکولی شي د نوي هجري لمریز په پیل کې د ټول هیواد په کچه د نجونو ښوونځي پرانیزي.

د تېر عیسوي کال د اګست د میاشتې له ۱۵ مې راهیسې له کله نه چې طالبان په ټول افغانستان مسلط شویدي، له اووم ټولګي څخه پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ده وکړل شوې.

نړیواله ټولنه د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندنې په برخه کې زړه نازړه ده، او اندېښنه لري چې طالبان ښايي د خپل پخواني دور په شان سخت قیودات وضع کړي. د دوی په تېره دوره کې ښځو نشوای کولی چې تعلیم او کار وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وویل چې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه په راتلونکي هجري لمریز کال کې په ټول افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانیستلو پرڅرنګوالي کار کوي.

هغه زیاته کړه نجونې او هلکان باید په جلا ښوونځیو کې درس ووايي، د ښاغلي مجاهد په خبره تر دې دمه لویه ستونزه د ښوونځيو او د نجونو د لیلیو کمښت دی.

په هغو سیمو کې چې نفوس زیات دی، د نجونو او هلکانو لپاره په کافي اندازه جلا ټولګي نشته، او د نجونو او هلکانو جلا لپاره جلا ښوونځیو ته اړتیا ده.

هغه وویل: "مونږ د تعلیم مخالف نه یو، بلکه غواړو چې په دې برخه کې موجود مشکلات تر راتلونکي کال پورې حل کړو."

طالبانو د نجونو د زده کړو په هکله تر اوسه یو ډول دریځ نه دی درلودلی، د افغانستان په لسو ولایتونو کې له اووم ټولګي پورته نجونو ته زده کړو اجازه ورکړل شوې خو په پاتې څلورویشت ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نه ځي.

په کابل کې خصوصي پوهنتونو او لیسو له کوم اخلال پرته د زده کړو بهیر ته دوام ورکړی. ډیر شمیر دغه ډول پوهنتونونه او ښوونځي کوچني دي او نجونو او هلکانو ټولګي یې جلا دي.

مجاهد د نړۍ له هیوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره اقتصادي مرستې او تجارت وکړي او له دغه هیواد سره قوي ډپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي.

تردې دمه د افغانستان ګاونډیو او ملګرو ملتونو د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره چمتووالی نه دی ښودلی. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش د افغانستان له اقتصاد سره د زیاتې مرستې غوښتنه کړېده او ویلي دي چې د افغانستان اقتصاد ته باید ژرترژره پیسې تزریق شي چې د پاشل کېدو مخه یې ونیول شي او په دغه هیواد کې د میلیونونو خلکو د لوږې او بې وسۍ مخنیوي وشي.

نړیوالې ټولنې په طالبانو د ټول شموله حکومت د جوړولو غږ کړی، داسې یو حکومت چې ښځې او قومي او دیني اقلیتونه په کان ځان وویني.

که څه هم د طالبانو د سرپرستې کابینې ډیر غړي نارینه او د طالبانو د غورځنګ غړي دي، ښاغلي مجاهد وویل چې د مالیې وزارت مرستیال او د اقتصاد د وزارت یوشمیر چارواکي د تیرحکومت غړي دي.

مجاهد وویل ۸۰ فیصده ملکي مامورین چې خپلو دندو ته حاضرشوي، د تیر حکومت کارکوونکي و. ښځینه کارکونکې اوس د روغتیا او ښوونې په سکټور او د کابل د هوايي ډګر د ګمرک او پاسپورت د کنټرول په برخو کې کارکوي. هغه ونه ویل چې څه وخت به ښځو ته اجازه ورکړل شي چې بیرته په وزارتونو کې خپلو دندو ته ورستنې شي.

XS
SM
MD
LG