د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان غواړي افغانستان ته پاکستانۍ بشري 'قوه' واستوي


د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان په افغانستان کې د بشري بحران هواري لپاره دغه هیواد ته د مسلکي بشري قوي د استولو غوښتنه کړې ده.

د صدراعظم دفتر لیکلي چې ښاغلي خان امر کړی چې په افغانستان کې د بشري بحران د هواري په هدف دې یاد هیواد ته د طب، معلوماتي ټکنالوژۍ، حسابدارۍ او مالیې برخو کې په شرایطو برابر تعلیم یافته مسلکي کسان واستوي او په دې برخه کې دې له خپل دوست ګاونډي هیواد سره همکاري وکړي.

ښاغلي خان همدارنګه له نړیوالې ټولنې او خیره بنسټونو څخه غوښتي چې د افغانستان د اقتصاد د سقوط مخنیوي او د افغانانو د ژوند ژغورلو لپاره له دغه هیواد سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کیده چې وړمه ورځ امریکايي رسنۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې پخپل راپور کې ویلي و چې د طالبانو حکومت د مسلکي کارکوونکو او بشري ځواک له کموالي سره مخامخ دي ‌او په پاکستان کې یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

نیویارک ټایمز ویلي چې د طالبانو په حکومتي ادارو کې تر ډېره هغه جنګیالي او افراد ګمارل کیږي‌ چې په پاکستان کې ارام ژوند لري، خو مسلکي مهارتونه نلري.

نیویارک ټایمز وايي‌ اوس طالبانو د دغو ستونزو د حل لپاره پاکستان ته مراجعه کړې ده او غواړي د هغو پخوانیو طالب جنګیالیو څخه په دې برخه کې ګټه واخلي چې له لسیزو راهېسې په هغه هېواد کې ژوند کوي.‌

دا هغه پخواني طالب جنګیالي دي چې د راپور په اساس پاکستان یې تل په خپلې خاورې کې د موجودیت خبره رد کړې ده.

راپور وايي طالبان چې کوم «ملایان» په دندو ګماري، په دوی کې یې اکثریت د پاکستان د «حقاني‌ دارالعلوم» څخه فارغ شوي‌ دي.‌

دغه ورځپاڼې د مثال په ډول د طالبانو د تیر رژيم د دفاع وزارت یوه پخواني کار کوونکي ته اشاره کړې ده چې د تیرو ۲۰ کلونو راپدېخوا یې په پاکستان کې نانوايي کوله، خو اوس مهال د پولیس ترافیکو عمومي رئیس ټاکل شوی دی.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دغه ادعا رد کړې ده او زیاته کړې ده چې د هیڅ هیواد متخصصین افغانستان ته نه دي راغلي.

هغه زیاته کړې:"موږ په افغانستان کې په کافي اندازه متخصصین لرو په ځانګړي ډول ځوانان چې تحصیل یې کړی دی په هره برخه کې رسېدلي دي او له هغوی څخه ښه استفاده کیږي."

نیویارک ټایمز وايي طالبانو ژمنه کړې وه چې په مهمو حکومتي برخو کې به دولتي کارکوونکي او قومي تنوع ساتي،‌ مګر اوس یې د خپل حکومت ټولې مدیریتي‌ برخې په «ملایانو او جنګیالیو» ډکې کړي دي.

دا په داسې حال کیده چې څو ورځې مخکې د طالبانو د رئیس الوزار لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان له ملي تلویزیون سره مرکه کې وویل چې په فساد کې دښکېلتیا له امله د تیري حکومت لوپوړي چارواکو ته د طالبانو په حکومت کې ځای نشته، حتا که شمېر یې پنځه تنه هم وي.

خو هغه زیاته کړه چې تر هغه وروسته ټیټ رتبه دولتي کار کوونکي په تدریجي ډول ځای ورکول کیږي.

د افغانستان تیر حکومت پاکستان تل افغان طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته په پناه ورکولو تورن کړی و،خو پاکستان دغه تورونه رد کړي وه.

د راپورونو له مخې ټاکل شوې د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار معید یوسف ډېر ژر پاکستان ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG