د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت شورا: سبا طالب بندیان نه ازادیږي


څرخي پله کې طالب بندیان
څرخي پله کې طالب بندیان

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ په درییم ویډیو کنفرانس کې دواړو خواو په دې موافقه کړې چې د بندیانو د خوشي کولو بهیر به کابل ته د طالبانو د یوه پلاوي له رسېدو وروسته پيل شي.

ټاکل شوې وه سبا دسه شنبې مارچ۳۱ (وري۱۲) په ورځ د افغان حکومت له زندانونو څخه د۱۰۰ طالب بندیانو په ازادولو سره د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصولو لړۍ پيل شوې وای.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن په خپل ټوېټر لیکلي چې:"پرون طالبانو په یوه ویډو کنفرانس کې پر دې موافقه وکړه چې د افغانستان اسلامي دولت سره د نورو تخنیکي بحث لپاره یو پلاوی کابل ته واستوي."

د تېري چهارشنبې په ورځ د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ په یوه ويډیو کنفرانس کې د سې شنبې په ورځ د بګرام له زندانه د سلو طالب بندیانو د خوشي کولو موافقه شوې وه، خو طالبانو ویلي چې د تخینکي ستونزو له امله د دوی پلاوی لا کابل ته سفر نه دی پيل کړی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې موافقه شوې چې کابل ته د طالبانو د پلاوي له رسېدو وروسته به په اړوند مسائلو باندې مخامخ خبرې وکړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د افغان حکومت له زندانانونو نه د طالب بندیانو د خوشي کېدو ځنډېدل د بین الافغاني خبرو د ځنډ سبب شوی دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبرې د روانې مارچ میاشتې پر لسمه پيل شوي وای، خو د دواړو لورو د زندانیانو د نه خوشي کېدو له امله ځنډیډلي دي.

XS
SM
MD
LG