د لاس رسي وړ اتصالات

د حکومت او طالب استازو د مخامخ خبرو دوهمه غونډه پیل شوې


د افغان حکومت او په قطر کې طالب استازي نن چهارشنبه د دوهم ځل لپاره د بندیانو خوشي کېدو په اړه د ویويډيي کنفرانس له لارې مخامخ خبرې کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن چهارشنبه مارچ ۲۵ (وري شپږمه) امریکا غږ ته وویل چې دغه غونډه اوس پيل شوې چې بشپړه جزئیات به یې د غونډې تر پای ته رسېدو وروسته شریک شي.

په قطر کې د طالبانو دفتر ویاند سهیل شاهین هم تېره شپه ویلي وو چې ټاکل شوې نن چهارشنبه د طالبانو د بندیانو تخنیکي ټېم د امریکا، سره صلیب، قطر او حکومت له تخنیکي ټېمونو سره د بندیانو خلاصولو په اړه خبرې وکړي.

طالب ویاند چې په خپل ټویټر یې افغان حکومت د کابل اداره بللې ویلي چې په دې سره به د دواړو لورو د بندیانو خلاصولو زمینه برابره شي.

دا د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د دا ډول مخامخ خبرو دوهمه غونډه ده چې تر سر کیږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تر دې مخکې خبریالانو ته ویلي چې په تېره غونډه کې د بندیانو خلاصولو، تاوتریخوالي کمېدلو او هر اړخیز اوربند باندې خبرې شوې وې، خو طالبانو بیا ویلي و چې په تېره غونډه کې یوازې د طالبانو خلاصولو په اړه خبرې شوي دي.

د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې ټاکل شوې وه چې په لسو ورځو کې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشي شوي وای.

XS
SM
MD
LG