د لاس رسي وړ اتصالات

نورستان کې طالبانو کور پر کور واکسین کولو ته اجازه ورکړې


د نورستان روغتیايي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو سره یې داسې تفاهم تر سره کړی دی، چې له مخې به یې کور پر کور ټولو ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي او هیڅ ډول مخالفت به یې نه کېږي.

د نورستان روغتیايي چارواکي وايي، دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو سره داسې تفاهم کړی دی، چې له مخې به یې ټولو سیمو کې کور په کور واکسین کولو ته اجازه وي او سیمه کې به طالبان دې اړخ کې مرسته هم کوي.

د نورستان د روغتیا ریاست د واکسین د پروسې مشر ډاکټر سید حبیب امریکا غږ ته وویل، چې که څه هم د کورونا له وېرې د واکسین کمپاینونه ځنډېدلي، خو د نورستان په کچه دې اړخ کې هیڅ ستونزه نشته دی.

" موږ له طالبانو سره د قومي جرګو له لارې داسې تفاهم ته ورسېدو چې طالبان به د واکسین کولو پر وړاندې هیڅ ډول خنډونه نه جوړوي. دوی به همکاري هم کوي او کور پر کور به واکسین رسېږي."

ډاکټر سید حبیب زیاتوي، چې مخکې تر دې وړاندې به طالبانو ورته په کلینیکونو او همدا شان جوماتونو کې د واکسین کولو اجازه ور کوله، خو اوس ټولې پابندۍ ختمې شوې دي او په عادي ډول کمپاینونه کوي.

" اوس چون د کرونا له وېرې د واکسینو کمپاینونه ځنډېدلي دي، خو چې دا مسله خدای پخیر ختمه کړي نو ټولو کورونو ته به واکسین رسېږي او هر کمپاین کې موږ نورستان کې له ۴۳ زره نیولې تر ۴۴زره ماشومان واکسین کوو."

ولسي خلک هم دې چارې ته خوشاله دي، چې د واکسین پر وړاندې خنډونه ختم شوي دي او ماشومانو ته یې کور پر کور واکسین ور رسېږي.

XS
SM
MD
LG