د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰ رسنیو خپل فعالیت بند کړی


د غور ولایت د سرحد راډیو د خپرونو بندیدل
د غور ولایت د سرحد راډیو د خپرونو بندیدل

د افغانستان د ازادو ژورنالستانو ټولنه وایي په تیرو دوو میاشتو کې په کابل او نورو ولایتونو کې شاوخوا ۲۰۰ رسنیو له فعالیت څخه لاس اخیستی دی.

ددې ټولنې مرستیال حجت‌الله مجددي د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۵) امریکاغږ ته وویل په یو ډیر تازه اقدام کې د غور په ولایت کې د سرحد محلي راډیو فعالیت بند شوی دی.

د سرحد محلي راډیو اوه کاله مخکې د غور په ولایت کې جوړه شوی وه او ددې راډیو مسولینو ویلي چې هغوی "د بودجې د نشتون، ددې رسنۍ د کارکوونکو او خبریالانو د پرله پسې تیښتې او همداشان د بریښنا د انرژۍ د نشتون" په وجه خپل فعالیت بند کړی دی.

تیره اونۍ هم د افغانستان یواځني ورزشي تلویزیون خپل فعالیت ودراوه. د "۳سپورت" تلویزیون مسولینو د خپلو خپرونو د بندیدو دلیل د محدودیتونو وضع کیدل او اقتصادي ستونزې وګڼلې.

د افغانستان د ازادو ژورنالستانو د انجمن مرستیال زیاته کړه: "زمونږ موندنې ښیي چې متاسفانه په تیرو دوو میاشتو کې شاوخوا ۲۰۰ رسنیو تر زیاته د اقتصادي ستونزو او یو شمیر هم د لکیدلو محدودیتونو په وجه خپلې خپرونې درولې دي."

هغه زیاته کړه چې زیات شمیر رسنۍ په بامیان او دایکندي ولایتونو کې له فعالیت څخه لاس اخیستی دی. د هغه په وینا له دې دمخه په دغو دوو ولایتونو کې ۱۸ رسنیو فعالیت درلود، خو اوسمهال دوه محلي رسنۍ په بامیان او دایکندي کې خپرونې کوي.

ښاغلي مجددي همداشان وویل چې د هغو رسنیو د خپرونو وخت چې اوس په افغانستان کې فعالیت لري"ډیر محدود" شوی او هغوی د سختو اقتصادي حالاتو سره لاس او ګریوان دي.

پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته پدژ هیواد کې د اقتصادي او امنیتي پلوه د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو وضعیت خطرناک شوی دی.

د افغانستان د ژورنالستانو او خبریالانو ملي اتحادیې پدې وروستیو کې په افغانستان کې ذ خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو اوسني وضعیت په نامه رپوټ کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په افغانستان کې د رسنیو د کارکوونکو وضعیت ارزولی دی.

دغه رپوټ چې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ۱۳۷۹ خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو سره د مرکو په اساس جوړ شوی ښيي چې مرکه شویو کسانو په پراخه کچه د مصونیت او د رسنیو د کار د ازادۍ او همداشان پر رسنیو باندې د تیښتې د فضا په اغیز اندیښنه ښودلې ده.

پدې رپوټ کې په ځانګړې توګه هغه ډار او خطرونه په ګوته شوي چې ښځینه خبریالانو ته متوجه دي. څه دپاسه ۶۷ په سلو کې خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ویلي چې ژوند یې له ګواښ سره مخامخ دی.

د افغانستان د رسنیو ملاتړې ټولنې خبرداری ورکوي چې که پدې هیواد کې د رسنیو اقتصادي وضعیت او د خبریالانو فعالیت ته رسیدګي ونشي ښایي د بیان په برخه کې په تیرو دوو لسیزو کې ترلاسه وې لاسته راوړنې د سختو ستونزو سره مخامخ شي.

هغوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پدې هیواد کې د رسنیو د فعالیت او د بیان د ازادۍ د ودې لپآره هڅه وکړي او د افغانستان د رسنیو سره مالي مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG