د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان افغان رسنیو ته: موږ ته د افغانستان اسلامي‌ امارت ووایاست 


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره غږیږي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره غږیږي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت رسنیو ته په یو استول‌ شوي مکتوب کې له هغوی غوښتي دي چې دا ډله دې په خپل «رسمي نوم» د «افغانستان اسلامي امارت» یاده کړه.

په مکتوب کې ویل شوي چې طالبان په ټول افغانستان واکمن دي او «خلکو او اسلام» ته خدمت کوي. په مکتوب کې همدغه راز ویل شوي‌ چې رسنۍ نباید «ځوانان له افغانستان څخه وتلو ته وهڅوي» او « له اسلام پرته»‌ دې «نورو دینونو ته وده نه» ورکوي.

امریکا غږ د طالبانو دا لیک تر لاسه کړی دی چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد امضا کړی دی. طالبانو څو ورځې مخکې دا مکتوب افغان رسنیو ته استولی دی.

طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او بیا یې سرپرسته کابینه اعلان کړه،‌ خو لا هم هېڅ یو هېواد د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. ملګرو ملتونو هم د طالبانو هغه غوښتنه ونه منله چې په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي سفیر څوکۍ دې د دوی استازي‌ ته وسپارل شي.‌

د مشروعیت خاموشه کولو هڅه

د طالبانو دغه اقدام ته په افغانستان کې په رسنیو د یو بل لوی محدودیت په سترګه کتل کیږي.

د اسیا لپاره د ژورنالستانو د ژغورنې د کمېټې د چارو تنظیموونکی سټوین بټلر وايي چې د طالبانو دا اقدام د «مشروعیت خاموش» کولو یوه هڅه ده.

هغه وویل: «طالبان یوه جنګي ډله بلل کیږي، حکومتي ځواک نه دی او له شک پرته چې هغوی هڅه کوي ځان د یو مشروع حکومتي ځواک په توګه ثابت کړي.»

په کابل کې ځینو مطرحو رسنیو لا تراوسه طالبانو ته د «افغانستان اسلامي‌امارت» ندي ویلي.

کابل مېشتي خبریال اسحق علي احساس وايي: «تر څو چې طالبانو یو دايمي حکومت اعلان کړی نه وي،‌ دوی نشي‌کولای مطبوعاتو ته ووايي چې هغوی «د افغانستان اسلامي امارات» یاد کړي. اوس د طالبانو حکومت دی او موږ هم د نړۍ د نورو رسنیو په څېر هغوی ته د «طالبانو حکومت»‌ وایو.»

د اریانا نیوز، چې په ملي کچه لویه خبري اداره بلل کیږي، د هغو څو رسنیو په ډله کې راځي‌ چې په خپلو خپرونو کې طالبان د « افغانستان اسلامي‌ امارت» بولي.

طالبانو لا نه دي ویلي‌ که کومې رسنۍ دوی په خپل «رسمي نوم» یاد نکړل، سزا به یې څه وي. امریکا غږ د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد څخه وپوښتل چې ایا دا لارښوونه جبري عملي کیږي او که یې څوک عملي نکړي، څه به ورسره کوئ؟

ښاغلي مجاهد په تیلیفون پیغام کې ځواب ورکړ: «موږ لا هم پر دې قضیې کار کوو.» هغه په دې اړه نور وضاحت ورنکړ.

طالبانو تر دې مخکې هم طالبانو د رسنیو لپاره ځينې لارښوونې اعلان کړې وې چې باید د حکومت د رسنیو د مرکز په همغږۍ خبریالان «خپل تفصیلي راپورونه» برابر کړي او همدغه راز په رسنیو کې خپاره شوي مطالب باید له «اسلام سره په ټکر، ملي شخصیتونو کې په کې سپکاوی ونشي او د خبر محتوا باید تحریف» شوې نوي.

د طالبانو اصول ګونګ دي

تېره ورځ د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وویل چې طالبانو په رسنیو او د بیان په ازادۍ پراخ محدودیتونه لګولي چې په هغوی د انتقاد مخه ونیول شوي. دغه سازمان د رسنیو لپاره د طالبانو وروستي اصول ګونګ بللي دي.

د بشري حقونو د اسیا د برخې مسؤلې پاتریشیا ګاسمن ویلي: "د طالبانو اصول په دومره اندازه پراخ او دي چې خبریالان خپل ځان سانسوروي او وېریږي چې بندیان نشي."

د بشري‌ حقونو د څار ډله وايي واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته لږ تر لږه ۳۲ خبریالان نیول شوي،‌ وهل شوي او بندیان شوي دي.

همدغه راز په تېرو څو میاشتو کې د اقتصادي وضعیت او طالبانو له لوري د لګول شویو بندیزونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۵۰ افغانې رسنۍ تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG