د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د رسنیو د کارکوونکو اقتصادي وضعیت او مصونیت په خرابیدو دی ـ رپوټ 


پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته هلته د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو وضعیت د اقتصاد او امنیت له درکه خطرناک شوی دی.

د خبریالانو او ژورنالستانو ملي ټولنې په افغانستان کې د خبریالاتو او د رسنیو د کارکوونکو د اوسني وضعیت په نامه رپوټ کې، د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د رسنیو د وضعیت ارزولی دی.

دغه رپوټ چې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ۱۳۷۹ خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو سره د مرکو په بنسټ جوړ شوی ښیي چې مرکه شويو کسانو په پراخه کچه د رسنیو د مصونیت او کاري ازادۍ او همداشان د رسنیو پر وړاندې د فضا د خطرناکه کیدو په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده.

پدغه رپوټ کې په ځانګړې توګه هغه خطرونه او ویره په ډاګه شوي چې ښځینه خبریالانو ته متوجه ده. څه دپاسه ۶۷ په سلو کې خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ویلي چې ژوند یې له ګواښ سره مخامخ دی.

طالبانو رسنیو ته امر کړی چې د ښځو تر مدیریت لاندې پروګرامونه وځنډوي او ټولې ښځې خبریالانې له دندو وباسي.

د ژورنالستانو د ملي ټولنې د موندنو په اساس د هغو کسانو څه دپاسه ۷۰ فیصدو چې پدې رپوټ کې ورسره مرکې شوي ویلي چې واک ته د طالبالنو په رسیدو سره شفاهي ګواښل شوي او ۲۱ په سلو کې نورو د فزیکي ګواښل کیدو حکایت کړی دی.

له دې دمخه د افغان ژورنالستانو ازاد انجمن رپوټ ورکړی و، هغه خبریالانو چې په کابل کې یې د ښځو د اعتراضونو په هکله راپورورونه ورکړي و د طالب جنګیالیو له لورې ګواښل شوي او وهل شوي دي.

خو د افغانستان د خبریالانو او ژورنالستانو د اتحادیې د نوي رپوټ له مخې یواځې طالبانو پر خبریالانو او د رسنیو په کارکوونکو بریدونه ندي کړي بلکه ددې بنسټ د رپوټ په اساس ناپیژانده بریدګر پر خبریالانو باندې د ۴۰ قیصدو بریدونو عاملین دي.

همداشان پدې رپوټ کې راغلي چې د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتلو پر رسنیو باندې ستر اقتصادي اغیز درلودلی دی. په رپوټ کې د مرکه شویو کسانو له ډلې څخه لږ تر لږه ۶۷ فیصدو ویلي چې د طالبانو په راتللو سره یې په رسنیو کې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په رامنځته کیدو سره د رسنیزو بنسټونو شمیر راکم شوی او ددې رپوټ د موندنو له مخې په افغانستان کې د سلګونو رسنیو له ډلې څخه چې د طالبانو له راګ دمخه یې پدې هیواد کې فعالیت دزلود اوس یواځې ۳۱ رسنۍ فعالې دي.

د ۴۱ فیصدو له نظره د امنیت او فردي مصونیت نشتون او د ۳۰ فیصدو له نظره مالي فشار او د کاري امنیت نشتون د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د عمده اندیښنو له جملې څخه دي.

له بلې خوا د طالبانو فرمانونه چې په افغانستان یې د رسنیو ظرفیت راکموي په منظمه توګه صادریږي چې ددې رپوټ په بنسټ د خپرونو او محتوا د سانسور او د بیان په ازادۍ باندې د محدویدیت د لګولو په معنی دي.

له هغه وخت څخه چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړی لږ تر لږه په افغانستان کې پنځه خبریالان وژل شوي او ددې رپوآ په اساس بندي کیدل، تر برید لاندې راتلل او یا د رپوټ ورکولو په خاطر وژل کیدل په افغانستان کې د خبریالانو د ورځني ژوند تریخ واقعیت شوی دی.

XS
SM
MD
LG