د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او طالبانو د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې موافقې کړي


د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې د طالبانو له خوا د کوکنارو په کښت د بندیز وروسته په دغه هیواد کې د کوکنارو کښت او اپین تولید ۹۵ فیصده کم شوي دي.
د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې د طالبانو له خوا د کوکنارو په کښت د بندیز وروسته په دغه هیواد کې د کوکنارو کښت او اپین تولید ۹۵ فیصده کم شوي دي.

د ایران د نشه يي توکو سره د مبارزې د ادارې مرستیال کابل ته د یو پلاوي په مشرۍ د سفر وروسته د طالبانو حکومت سره د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پیاوړي کیدو په برخه کې د معلوماتو د تبادلې لپاره د یوې ګډې کمیټې په جوړولو د موافقې خبر ورکړی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ددغه هیواد د نشه يي توکو سره د مبارزې د ادارې د تقاضا او نړیوالو اړیکو مرستیال محمد زراعي له قوله ویلي چې یو ایراني پلاوي د نشه يي توکو سره د مبارزې، مخنیوي، د تقاضا کمیدو او د معتادنیو درملنې په اړوند مسلو د طالبانو د حکومت د چارواکو سره خبرې کړي دي.

د طالبانو حکومت د شنبې په ورځ اګست ۱۷(زمري ۲۷) په یوه خبرپاڼه کې افغانستان ته د محمد زراعي په مشرۍ د یو شپږ کسیز ایراني پلاوي د سفر خبر ورکړی وو او ویلي و چې دا پلاوی به د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو د معینیت د چارواکو سره لیده کاته ولري.

محمد زراعي ایران ته د ستیدلو وروسته کابل ته د خپل سفر په اړه خبریالانو ته وویل: "د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د معلوماتو تبادله، په دې برخه کې د تجربو انتقال، د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د زده کړو د خدمتونو وړاندې کول او د معلوماتو د تبادلې لپاره د ګډې کمیټې جوړیدل، تازه موافقې دي چې د افغانستان د سرپرست حکومت [طالبانو حکومت] سره ترلاسه شوي دي".

د ایران نشه يي توکو سره د مبارزې د ادارې مرستیال د وینا له مخې د نشه يي توکو مصرف او ترانزیت په یو ځای کې متمرکز نه دي، د همدې له امله نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره سیمه ییز او څو اړخیز معلومات باید چې په کاري لومړیتوبونو کې ځای ولري.

د طالبانو حکومت ددغه پلاوي د سفر په پایله کې د شویو موافقو په اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د دغه حکومت د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې ددغه وزارت د نشه يي توکو د معینیت سرپرست ملا عبدالحق همکار د ایراني پلاوي سره کتلي او په اړوند مسلو یې خبرې کړي دي.

دغه ایراني چارواکي د طالبانو د حکومت سره د نشه يي توکو د مبارزې په برخه کې ددغو نوو موافقو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني د روان ۲۰۲۴ کال د جون په ۲۱ (چنګاښ اول) د امنیت شورا یوې غوندې ته په وینا کې نشه يي توکي او د طالبانو له خوا د سرحد کمزوری مدیریت په هغو ګواښونو کې یاد کړل چې د ښاغلي ایرواني په وینا د افغانستان او سیمې امنیت ته یې ګواښونه راولاړ کړي دي.

همداشان هغه د تروریزم او کډ‌والۍ ترڅنګ له افغانستان څخه د نشه يي توکو قاچاق د خپل هیواد په جدي اندیښنو کې یاد کړل.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې "یو این او ډي سي" د ۲۰۲۳ کال راپور ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د کوکنارو په کښت د بندیز وروسته په دغه هیواد کې د کوکنارو کښت او اپین تولید ۹۵ فیصده کم شوي دي.

خو ملګرو ملتونو تیرکال په یو راپور کې په افغانستان کې د نشه يي توکو د بڼې د بدلیدو خبر ورکړی او په دغه هیواد کې په چټک ډول د متامفتامین د تولید او ددغه مصنوعي نشه يي توکود قاچاق د زیاتیدو په اړه خبرداری ورکړی وو.

د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس له افغانستان څخه ګاونډیو هیوادونو ته د متامفتامین قاچاق نږدې ۱۲ ځلې زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر ویلي چې د متامفتامین قاچاق د نشه يي توکو د چټک تولید او د نشه يي توکو د غیرقانوني بازارونو د احتمالي بدلون څرګندونه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG