د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي له ایران سره د سرحدي ستونزو د حل لپاره غونډې کوي


د طالبانو او ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ وروستیو جنجالونو وروسته، د طالبانو حکومت پلاوي په کابل کې له ایراني دپلوماتانو سره لیدلي دي او ټاکل شوې چې رامنځته شوي ستونزې د خبرو له لارې هواري کړي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت تیره شپه ناوخته اپرېل ۲۶ (غوايي شپږمه) په یوې اعلامیه کې ویلي چې د دفاع وزارت د لوی درستیز د رئیس ارکان مولوي شبیر احمد په مشرۍ پلاوي په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي سره لیدنه کې په دې وروستیو کې "د هرات اسلام کلا کې د رامنځته شویو سرحدي پېښو"په اړه خبرې کړي دي.

په دغه ناسته کې دواړو لورو سرحدي ستونزې د هیڅ یو هیواد په ګټه نه دي وبللي او د خبرو له لارې د اختلافاتو پر هواري ټینګار کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي: "دواړو لورو هوکړه وکړه چې د سرحدونو د امنیت لا ټینګښت په هدف په راتلونکو ورځو کې ناسته په ګډ سرحد کې تر سره کړي او همدارنګه تر کوچني اختر وروسته همدا ډول یوه ناسته په کابل کې هم تر سره کړي. "

د امریکا غږ فارسي څانګي د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي حسین کاظمي قمي له قوله ویلي چې طالبانو له همغږۍ پرته د «دوغارون»په سرحدي سیمه کې د سړک جوړولو چارې پيل کړي وې چې په خبره یې ایراني سرحدي ځواکونو یې مخه نیولې ده.

د سیاسي چارو کارپوه ویس ناصري امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو حکومت په لومړۍ دوره کې په مزارشریف کې د ایراني دپلوماتو تر وژلو وروسته ایران او افغانستان له پوځي برخورد سره مخ شول.

د ښاغلي ناصري په وینا د ایران حکومت تل د طالبانو حکومت پالیسو ته د شک په سترګه ګوري او په هدې خاطر یې څو ځله په افغانستان کې پر ټولشموله حکومت ټینګار کړی دی.

هغه وویل چې د ایران حکومت او طالبانو ترمنځ مذهبي بدګمانۍ موجودې دي او له همدې امله نشي کولای د ستراتیژیکو همکارانو په توګه په سیمه کې مبارزه وکړي، د نوموړي په وینا که څه هم ایران په مستقیم او غیر مستقیم ډول د امریکا په وړاندې د طالبانو د مبارزې ملاتړ کړی دی.

ښاغلي ناصري زیاته کړه: "د لنډ مهال یې زماني همکارۍ کړي دي، خو په اوږد مهال کې د یو او بل په مقابل کې دریږي. د افغانستان په سرحدي سیمو کې نظامي تحرکات حتا د مخامخ کېدو په سویه هم موجود دي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اپرېل پر ۱۸مه په ایران کې د افغان کډوالو په وروستیو ستونزو او د دیپلوماتانو د امنیت په اړه ټلیفوني خبرې وکړې.

په دغو ټیلیفوني خبرو کې دواړو خواو د نوم د اخیستلو پرته «ځینې مغرضې کړۍ» د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابیدو لپاره په هڅو تورنې کړي وې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د دغو خبرو په اړه خبریالانو ته ویلي و چې دواړو خواو په دغو تیلیفوني خبرو کې په ایران کې د افغان مسافرو او مهاجرو پر عمومي ستونزو، وروستیو پيښو، دوو اړخیزو اړیکو، دیپلوماتیکو استازولیو او دپلوماتانو د امنیت، سوداګرۍ، اقتصادي او ځینو نورو موضوعاتو باندې په تفصیل خبرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG