د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او ایران سره به د طالبانو راتلونکې اړیکې څنګه وي؟


په وروستیو ورځو کې افغانستان له خپلو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان سره د یو لړ پيښو شاهد دی او د طالبانو د حکومت او ددغو دوو هیوادونو ترمنځ نسبتا تندې خبري شوي‌ دي.

په وروستي‌ مورد کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پیغام کې پر کونړ او خوست ولایتونو د پاکستان د راکټي بریدونو په غبرګون کې چې ملکي وګړي هم پکې وژل شوي، نسبتا تند غبرګون ښودلی دی.

ښاغلي مجاهد پر افغانستان د پاکستان د شنبې د ورځې بریدونه غندلي، هغه یې ظلم بللی او ویلي یې دي چې ډا ډول کړنې کولی شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ دښمنۍ ته لار هواره کړي.

ښاغلي مجاهد وویل:" افغانان باید مجبور نشي چې اقدام وکړي. مونږ اوس کوشش کوو چې دا موضوع د سیاسي او دپلوماتیکو لارو حل شي او د بیا تکرار مخنیوی وشي. غواړو پاکستانی لوری هم پدې مورد تعمق او تعقل نه کار واخلي او اشتباهات تکرار نکړي چې بیا د افغانو حوصله که وازمایل شي بیا نتیجه یې منفي راوځي او د ملتونو ترمنځ د جنګ او مخالفت سبب کیږي او بیا به افغانان مجبوریږي چې د خپلې خاورې د دفاع لپاره په متقابل اقدام لاس پورې کړي."

پاکستان سره د طالبانو اړیکې

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي امریکا غږ ته وویل ددې توقع موجوده وه چې د ایران او پاکستان په شمول له ټولو ګاونډیو سره به د طالبانو په مشرۍ د افغانستان اړیکې خرابیږي.

ښاغلي داودزي وویل، له پاکستان سره په اړیکو کې عمده موضوع د ټي ټي پي یا د پاکستاني‌ طالبانو تحریک مسله ده ځکه پاکستان په دې اړه له افغان طالبانو څخه د نه اقدام له امله ګیلې لري.

دغه افغان سیاست وال وویل که څه هم طالبانو د بلوڅانو او د ټي ټي‌ پي په وړاندې په انتخابي شکل اقدام کړی خو پاکستان ډیره توقع لري.

نوموړي وویل طالبان د پاکستان په مقابل کې په دریو برخو ویشل شوي، یوه ډله پاکستان ته د دښمن په سترګه ګوري، بله ډله د پاکستان دوستان دي او بله ډله په منځ کې ده. ښاغلي داودزي وویل آن هغه ډله چې له پاکستان سره ډیر دوستان دي هغوی هم ممکن له اسلام آباد سره فاصله ونیسي.

په کاناډا کې د افغانستان پخوانی سفیر شینکی کړوخیل امریکا غږ ته وویل طالبان ممکن د یو لړ مجبوریتونو او محدودیتونو له امله د ایران او پاکستان په وړاندي د دیپلوماتیکو اصولو په چوکاټ کې جدي موقف ونه نیسي.

میرمن کړوخیل د ایران او پاکستان له خوا د طالبانو د یپلوماتو منل، له هغوی سره تجارتي اړیکي او په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو د تجارتونو او هلته د هغوی د کورنۍ شتون د طالبانو عمده مجبوریتونه او محدودیتونه بولي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي نماینده ګۍ مسول نصیر احمد فایق په یوې اعلامیې کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا نقض بللی او ویلي یې دي چې د اسلام اباد دا عمل د ملګرو ملتونو له منشور سره توپیر لري.

په دوحه کې د افغانستان د پخواني حکومت شارژافیر عظم الله ورسجي امریکا غږ ته وویل:" پاکستان ته د طالبانو پراخې وابستګي ته په کتو د دواړو لورو ترمنځ به تاوتریخوالي ډیر دوام ونکړي او یوازې د عمومي افکارو د آرام کولو لپاره ځیني وختونه د یو بل په وړاندې شعار ورکوي. خو دا ښکاره ده چې طالبان به له ملاتړ څخه د یوې برخمنې ډلې په توګه پاتې شي."

رویټرز خبري آژانس د طالبانو د سیمه ایزو چارواکو او خلکو په حواله راپور ورکړی چې په خوست کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې ۳۶ کسان وژل شوي او په لس ګونه نور ټپیان دي. خو په کابل کې د پاکستان د سفارت ویاند دا هوایي بریدونه رد کړي او ویلي یې دي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د پاکستان د سفیر په لیدنه کې په سرحدي مسایلو بحث شوی دی.

ایران سره د طالبانو اړیکې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اپریل په ۱۲ نیټه له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د هغه هیواد پر قونسلګریو د برید په اړه وضاحت ورکړي.

له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د اپریل ۱۰ په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره په لیدنه کې په هغه هیواد کې له افغانستان سره د ناوړه چلند په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې وه.

وروسته له هغه چې په ټولنیزو رسنیو کې د ایراني مسولینو او اتباعو له خوا له افغان مهاجرینو سره د ظلم او زورزیاتي ویډیوګانې خپرې شوې، په سلګونو افغانانو د هیواد په مختلفو سیمو کې د ایران پر ضد مظاهرې وکړې.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد عمر داودزی له ایران سره د طالبانو د اړیکو په اړه امریکا غږ ته وویل چې ایران د ژبې او مذهب له امله په افغانستان کې د همه شموله حکومت د جوړیدو غوښتنه کوي او وایې که دا کار وشي نو طالبان به په رسمیت وپيژني خو د هغه په وینا طالبان په دې موضوع کې داخلي مشکلات لري.

محمد عمر داودزي وویل:"په هغه شکل چې طالبان روان دي له رسمیت پيژندلو څخه نور هم لیرې کیږي، پر ګاونډیو سربیره چین او روسیه به یې هم په رسمیت نشي پيژندلی او د نړۍ هیڅ هیواد به یې په رسمیت نه پيژني."

ښاغلي داودزي وویل د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دوحه او ایران کې د افغان نجونو د ښوونځیو د‌ پرانیستل کیدو ژمنې کړې وې خو داسې ونشول، نو دنیا اوس په دې نظر ده چې طالبان یا له دنیا سره کار نه کوي او یا هم د تصمیم نیونې توانمندي نلري.

دوحه کې د افغانستان د پخواني حکومت شارژدافیر عظم الله ورسجي له ایران سره د طالبانو د اړیکې په اړه وویل دواړه لوري مشترک لنډمهاله اهداف لري چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل، له داعش سره جګړه ، د پولو امنیت او شعیه ګانو خوندیتوب پکې شامل دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت پيژندل شوی ندی خو د طالبانو د حکومت له خوا معرفي شوي دیپلوماتان د روسیې په ګډون د یو شمیر هیوادونو له خوا منل شوي دي.

دمخه پاکستان، ایران، ازبکستان او ترکمنستان د طالبانو د حکومت له خوا معرفي شویو دیپلوماتانو ته په دغو هیوادونو کې د کار اجازه ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG