د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتیریش: نړۍ باید د افغانستان د اقتصاد ماتېدو مخه ونیسي


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، که چیري په روان وضعیت کې له افغانانو سره مرسته ونشي نه یوازې افغانان بلکې ټوله نړۍ به یې درنه بیه پرې کړي.

انتونیو ګوتیریش د اکتوبر پر ۱۱ (تلې ۱۹) د افغانستان په اړه وینا کې ویلي چې په افغانستان کې باید د اقتصادي کړکېچ مخه ونیول شي او له دغه هیواد سره د نغدو پیسو مرستې وشي.

نوموړي زیاته کړې: "دا د جوړېدو یا ماتېدو شېبه ده. که موږ ګام پورته نکړو او له افغانانو سره ددغه طوفان په مخنیوي کې مرسته ونکړو، او دا کار ژر ترسره نکړو، نه یوازې دوی بلکې ټوله نړۍ به یې درنه بیه پرې کړي."

ښاغلي ګوتیریش ویلي چې په افغانستان کې بشري ناورین د پراخېدو په حال کې دی او ملګري ملتونه افغانانو ته د مرستو رسولو په حال کې دي.

ښاغلي ګوتیریش وویل د معلوماتو په اساس دغه ناورین د افغانستان پر نیمايي نفوس چې ۱۸ میلیونه کیږي اغیزمن کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همدارنګه ویلي چې په تیره اګست میاشت کې پر کابل د طالبانو تر واکمن کېدو مخکې هم د افغانستان اقتصاد د وچکالۍ او کورنا ویروس خپرېدو له امله زیانمن شوی و.

انتونیو ګوتیریش زیاته کړې چې د شتمنیو د کنګل کیدو او د پراختیایي مرستو د ځنډېدو له کبله د افغانستان اقتصاد ماتېدونکی دی. بانکونه تړل کیږي او لازم خدمات، لکه روغتیا په ډیرو ځایونو کې ځنډول شوې.

ګوتیریش ویلي: "زه له نړۍ څخه غواړم چې د اقتصاد ماتېدو د مخنیوي لپاره لاس په کار او د افغانستان اقتصاد ته نغدې پیسې ورکړي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي په وینا د ټکني اقتصاد له امله به ډيری افغانان د ښه ژوند په لټه خپل کورونه پرېږدي او د ناقانونه مخدره توکو کار او بار او د جنایي او تروریستي شبکو فعالیت به زیات شي.

نوموړي زیاته کړې چې روان بشري ناورین څخه د وتلو تیر ډيره اصلي مسؤلیت د هغه چا په غاړه دی چې اوس په افغانستان کې واکمن دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره له طالبانو څخه غوښتي چې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

هغه ویلي چې د افغانستان په اقتصادي وده کې د ښځو ونډه ځانګړی رول لري: " زه له طالبانو په کلکه غوښتنه کوم چې له ښځو او نجونو سره خپلو ژمنو ته درناوی وکړي او د نړیوالو بشري حقونو او بشردوستانه قانون له مخې خپل مسؤلیتونه ترسره کړي."

خو ملګرو ملتونو ویلي چې له مالي نیمګړتیاوو، لوژستیکي ننګونو، او له مخ پر ډیریدونکي پیچلي جیو- پولیتیک وضعیت سره سره، دغه سازمان په افغانستان کې پراخ بشري عملیات پرمخ وړي.

یاد سازمان ویلي چې یوازې په سپټمبر میاشت کې، څه باندې ۳ اشاریه ۸ میلیونه خلکو خوراکي مرستې ترلاسه کړې؛ د ۲۱ زره ماشومانو او ۱۰ زره ښځو د شدیدې خوراځواکۍ درملنه شوې؛ ۳۲ زره کسانو غیر خوراکي مواد ترلاسه کړي چې کمپلې او د ژمي لپاره ګرم کالي پکې شامل دي.

په افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته دغه هیواد له اقتصادي ناورین سره مخ شوی او تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان په دغه هیواد کې د احتمالي بشري ناورین را منځته کېدو خبر ورکړی و.

د ملګرو ملتونو سازمان د تیرې اکتوبر میاشتې بر پنځمه (تلې ۱۳) ویلي وو چې اوس مهال ۳.۲ میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي. دغه سازمان همدارنګه ویلي چې د روان کال تر پای ته رسېدو پورې به تر پنځه کلنۍ ښکته نیمايي ماشومان له دغه ستونزې څخه اغېزمن شي.

XS
SM
MD
LG