د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د دولتي پوهنتونونو د بیا پرانیستلو نېټې اعلان کړې


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ودانۍ 
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ودانۍ 

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان په ګرمو ولایتونو کې به حکومتي‌ پوهنتونونه د سلواغې په ۱۳ نېټه، را روانه چهارشنبه، پرانیستل شي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر مولوي عبدالباقي حقاني په یو ویدیوي پیغام کې ویلي‌ دي چې همدغه راز په سړو ولایتونو او سیمو کې به پوهنتونونه د کب په اومه نېټه پرانیستل کیږي.

ښاغلي حقاني ویلي دي چې په پوهنتونونو کې به د کال د وروستي سمستر ازموینې د کب په اومه نېټه پیل او د دغې میاشتې تر پای پورې روانې وي، خو تر دغو ازموینو مخکې به درې اونۍ درسونه ویل کیږي.

همدغه راز د نوي پلان له مخې د سړو سیمو د پوهنتونونو ازموینې به د حمل د میاشتې په لومړۍ پیلېږي‌ او په ۲۵ نېټه ختمیږي.

د سردسیرو سیمو محصلین به هم تر ازموینو مخکې درې اونۍ درسونه ووايي.

خو ښاغلي حقاني دا ونه ویل چې ایا نجونې او ښځې به هم خپلې لوړې زده کړې روانې وساتي که نه؟

تر دې مخکې د طالبانو حکومت ویلي وو چې په پوهنتونونو کې دې د نجونو او هلکانو ټولګي سره جلا شي.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۲۵ نېټه کابل ته داخل شول. دوی د خپل حکومت له اعلان سره سم په خلکو ځینې محدودیتونه ولګول چې په هغوی کې د نجونو او ښځو په کار،‌ تعلیم، سیاسي چارو کې په اشتراک او دا ډول نورو فعالیتونو بندیز شامل دی.

دا مهال د افغانستان په اکثریت ولایتونو کې د نجونو متوسطه او عالي ښوونځي تړل شوي او د روغتیا او معارف پرته په نورو برخو کې هم ښځو ته د کار اجازه نه ده ورکړل شوې.

د طالبانو حکومت همدغه راز له محرم پرته د ښځو په سفر باندې هم بندیزونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG