د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو غور کې د رسنیو درې کارکوونکي په بند محکوم کړي 


د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، په غور ولايت کې د طالبانو محکمې د دې ولايت د ملي تلويزيون د يوې خپرونې د پخوانۍ ښځينه چلونکې په ګډون درې کارکوونکي په بند محکوم کړي دي.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د ملي تلويزيون دغه کارکوونکي په غور ولايت کې د "جعلي اسنادو" په تور نيول شوي او بنديان شوي دي.

دغه مرکز زیاته کړه: "د غور ولایتی محکمې د غور ولایت د ملي راډیو او ټلویزیون یو خبریال او اداري مدیر په ۱۸ ورځو بند او ددې رسنۍ د ټولنیزو خپرونو پخوانۍ چلونکې په دوه میاشتو بند محکوم کړل."

د غور ولايت سيمه ييزو طالبانو د دغو رسنيو د کارکوونکو نيول پخلی وکړ، خو د دغو کسانو د بند د سزا په اړه يې څه ونه ويل.

غبرګونونه

په غور ولایت کې د رسنیو د دغو دریو کارکونکو نیول کیدل او زنداني کیدل د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو له غبرګون سره مخ شوي دي.

د افغانستان د خبريالانو ملي اتحاديې په دغه هېواد کې د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو په پرله پسې نيولو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د خبريالانو د ملاتړو بنسټونو د استازو په نه شتون کې د رسنيو درې کارکوونکي په بند محکوم شوي او دوی ددې موضوع په اړه هیڅ معلومات نه لري.

د دغې اتحادیې د رسنیو مسوول مسرور لطفي د شنبې په ورځ جنورۍ اوومه (مرغومي ۱۷) امریکا غږ ته وویل: «په تېرو وختونو کې بېلابېلې لارې موجودې وې، چې یوه له هغو څخه د رسنیو د سرغړونې کمېسیون و، چې د رسنیو اړوند ډېر فعالیتونه یې تر پوښښ لاندې راوستلاو قضیې یې حل کولې."

ښاغلي لطفي له طالبانو وغوښتل چې د خبریالانو او د رسنیو د کارکونکو د دا ډول حقوقي قضیو په اړه د خبریالانو ملاتړي بنسټونو ته خبر ورکړي: «له دې پرته، که ټاکل شوی وي چې بنسټونه خبر نه شي او دوسیې په مجهوله توګه پرمخ یوړل شي او معلوم نشي چې دا ډول مسایل له کومې زاویې راپورته شوي، دا د اندیښنې لامل کیدای شي."

د "رسنیو بازار د خبریالانو ملاتړ کوونکي" په نوم د خبریالانو د ملاتړ یو بنسټ په غور کې د رسنیو ددغو کارکوونکو نیول او توقیف کیدل غندلي او له نړیوالو سازمانونو څخه یې غوښتي اجازه ورنکړي چې په افغانستان کې د خبریالانو سره په دا ډول چلند "وحشت" رامنځته کړي.

دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې: «له بده مرغه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له جوړېدو راهیسې...افغان خبریالان تل په بېلابېلو پلمو شکنجه او په غیاب کې محاکمه شوي او د دغه ډول چلند دوام د بیان د ازادۍ بهیر او رسنۍ له منځه وړي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په دغه هېواد کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ وضعیت خراب شوی او پدې کال کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ څخه د سرغړونې ۲۶۰ پېښې ثبت شوې دي.

دغه راپور چې د ډسمبر په ۳۰مه (مرغومي ۹مه) خپور شو، ښيي چې نه یوازې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوي، بلکې د رسنیو کاري چاپېریال هم سخت محدود شوی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته، کله چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، په تېرو دوو لسیزو کې د رسنیو ترلاسه شوې ازادي په چټکۍ سره له منځه ځي.

XS
SM
MD
LG