د لاس رسي وړ اتصالات

د بې پولې خبریالانو ټولنه: په تیرو ۲۰ کالو کې ۱۷۰۰ خبریالان وژل شوي 


د بې پولې خبریالانو (RSF) له خوا یو خپور شوی راپور ښیي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۷۰۰ خبریالان - په اوسط ډول په کال کې څه دپاسه ۸۰ تنه - وژل شوي دي.

په پاریس کې میشت د رسنیو د حقونو دغه مدافع ټولنه وایي، د ۲۰۰۳ او ۲۰۲۲ ترمنځ دوه لسیزې "په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې د خبرتیا د حق په خدمت کې دي وژونکې لسیزې وې".

د بې سرحده خبریالانو ((RSF عمومي منشي کریسټوف ډیلویر وویل: "ددغو شمیرو تر شا د هغو کسانو څیرې، شخصیتونه، استعدادونه او ژمنتیا پرته ده چې د معلوماتو راټولولو، د حقیقت موندنې او د ژورنالیزم لپاره د دوی د لیوالتیا په خاطر یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی."

بې سرحده خبریالانو ویلي عراق او سوریه د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هیوادونه وو، چې "په تیرو ۲۰ کلونو کې په ټولیزه توګه ۵۷۸ ژورنالیستان په کې وژل شوي چې په ټولې نړۍ کې د وژل شویو ژورنالستانو څه ډپاسه درې برخې کیږي.

ورپسې په مکسیکو کې ۱۲۵ تنه، په فیلیپین کې ۱۰۷، په پاکستان کې ۹۳، افغانستان کې ۸۱ او په سومالیا کې ۷۸ کسان وژل شوي دي.

راپور وایي، په سوریه کې د جګړې له امله ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ "تر ټولو تور کلونه" وو چې په ۲۰۱۲ کال کې ۱۴۴ او په ۲۰۱۳ کې ۱۴۲ خبریالان وژل شوي دي.

دا شمیرې بیا "کال په کال په تدریجي بڼه راټیټې شوي چې په ۲۰۱۹ کې دا ارقام تر ټړلو ټیټ وو.

خو په ۲۰۲۲ کال کې یو ځل بیا د اوکراین د جګړې له امله دا مرګ ژوبله زیاته شوه. په روان کال کې تر اوسه ۵۸ خبریالان د خپلو دندو پر مهال وژل شوي، دا شمیره په ۲۰۲۱ کال کې ۵۱ خبریالان وو.

د فبرورۍ میاشتې راهیسې چې روسیې پر اوکراین یرغل پیل کړی تر اوسه پدې هیواد کې اته خبریالان وژل شوي دي، پداسې حال کې چې په تیرو ۱۹ کلونو کې هلته د رسنیو یواځې ۱۲ کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

اوکراین دا مهال له روسیې وروسته چې په تېرو ۲۰ کلونو کې پکې ۲۵ خبریالان وژل شوي دي د رسنیو لپاره په اروپا کې تر ټولو خطرناک هېواد دی.

د بې پولې خبریالانو ټولنه وایي، "له هغه وخته چې [ولسمشر] ولادیمیر پوتین په روسیه کې واک ترلاسه کړی پدې هیواد کې د رسنیو پر ازادۍ سیستماتیک بریدونه شوي چې وژنې هم په کې شاملې دي؛ کوم چې دې ټولنې یې په پرله پسې توکه راپور ورکړی.

د خبریالانو د حقونو دې ډلې وویل، "په دوی کې د ۲۰۰۶ کال د اکټوبر په اوومه د انا پولیتکوفسکایا وژنه هم شامله ده."

د اروپا په نورو ځایونو کې، ترکیه دریم تر ټولو خطرناکه درجه بندي شوې ده، ورپسې فرانسه ده چې "په ۲۰۱۵ کې په پاریس کې د طنزیه اونیزې چارلي ابدو ډله ایزه وژنه په کې شامله ده."

خبریالان په نړۍ کې ترټولو لوی خطرونه په هغو سیمو کې ګالي چیرې چې وسله والې نښتې رامنځ ته شوي.

خو، RSF وایي، "په هغه هیوادونو کې جې په رسمي توګه په کې جګړه نه وي اړینه نده چې د خبریالانو لپاره دې خوندي وي. ددې جملې څخه ځینې یې د لیست په سر کې دي چې وژنې په کې شوي.

د بې سرحده خبریالانو ټولنه وایي، "په حقیقت کې، په تیرو دوو لسیزو کې د "جګړې د سیمو" په پرتله د سولې په سیمو کې ډیر ژورنالیستان وژل شوي دي، په ډیرو مواردو کې پدې خاطر چې هغوی د سازمان شويو جرمونو او فساد په اړه څیړنې کولې.

په امریکا کې د خبریالانو د وژنو نږدې نیمایي برخه په مکسیکو، برازیل، کولمبیا او هاندوراس کې شوې دي.

RSF وویل: "امریکا نن ورځ په ښکاره ډول د رسنیو لپاره د نړۍ ترټولو خطرناکه وچه ده."

XS
SM
MD
LG