د لاس رسي وړ اتصالات

تیرکال افغانستان ماشومانو لپاره د نړۍ ترټولو خونړی هیواد وـ راپور


Afghanistan
Afghanistan

د بخښنې نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې روانه جګړه د دغه هیواد د ماشومانو لپاره په نړۍ کې ترټولو مرګوني جګړه ده.

د بخښنې د نړیوال سازمان دا راپور، چې د سلواغې په ۱۰ مه خپور شوی د تیر ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې د افغان ماشومانو د مرګ ژوبلې ( مړو او ټپیانو) شمیر له ۲۴۰۰ څخه زیات ښودلی دی.

په دغه راپور کې د افغان حکومت د پلوي ځواکونو په ګډون د افغانستان په جګړه کې ښکیلې ټولې غاړې د ملکي وګړو ژوند خوندیتوب ته په " ټکان ورکوونکي بې اعتنایۍ" تورنې شوي دي.

خو په راپور کې د اسلامي دولت یا داعش او طالبانو ډلې ملکي وګړو ته د زیاتې مرګ ژوبلې پر اړولو پړې ګڼل شوي دي.

بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې رئیس عمر ورایچ په دې اړه ویلي " په افغانستان کې وسله وال کړکیچ د کمیدو پر ځای مخ په زیاتیدو دی او ملکي افغانان د دغې جګړې بیه پرې کوي".

د بشري حقونو د فعالانو وضعیت

د بخښنې نړیوال سازمان په دغه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې خبریالان او د بشري حقونو ملاتړي د خپل کار پر مهال د ویرې، ګواښونو او نیولو سره مخ دي او تر دې، چې وژل کیږي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د جنګ او تاوتریخوالي قربانیان عدالت ته لاس رسی نلري، د دې له امله، چې د دغه راپور په اساس د جرمونو نړیوالۍ محکمې په افغانستان کې د جنیتونو له پلټنې څخه ډډه کړې او افغان حکومت هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د بشري حقونو پر ملاتړو د بریدونو په ګډون د بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو د تعقیبولو په برخه کې پاتې راغلی دی.

په دغه راپور کې افغان حکومت او نړیواله ټولنه هڅول شوې، چې لکه څنګه، چې هغوی په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو او ملاتړو د زړورتیا څخه مننه کويو هغسې دې د هغوی د ساتنې لپاره هم لازم ملاتړ برابر کړي.

د ستنیدونکو افغانانو ستونزې

د بخښنې نړیوال سازمان په دغه راپور کې له بهرنیو هیوادونو څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغانانو ستونزو ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې نړۍ هغو افغانانو ته، چې له جګړې تښتیدلي او د پناه په لټه کې دي شا اړولې ده.

د دغه راپور له مخې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې نیم میلیون افغانان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي، چې یوازې ۴۷۶ زره یې له ایران څخه په زور دغه هیواد ته شړل شوي دي.

همداشان په دغه راپور کې د افغانستان او اروپايي هیوادونو ترمنځ د موافقې له مخې په جبري ډول له اروپايي هیوادونو څخه د افغانانو پرستنولو هم انتقاد شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې اروپايي او د افغانستان ګاونډي هیوادونه پرته له دې، چې دې ته پاملرنه وکړي، چې ستنیدونکي افغانان به په خپل هیواد کې له کومو ګواښونو سره مخ شي، هغوی په جبري ډول افغانستان ته شړي.

په دغه راپور کې په ځانګړي ډول پر ترکیې باندې انتقاد شوی، چې د بخښنې د نړیوال سازمان د راپور پر اساس د تیر ۲۰۱۹ میلادي کال د سپټمبر تر میاشتې یې نوولس زره افغان کډوال د نیولو او په ناسم حالت کې په بند کې د ساتلو وروسته افغانستان ته ستانه کړي دي.

ښاغلي ورایچ ویلي، چې د افغانستان جګړه دا څرګندوي، چې د دغه هیواد هیڅ ځای ستنیدونکو افغانانو ته امن نه دی.

XS
SM
MD
LG