د لاس رسي وړ اتصالات

اکثره افغانان له سیاسي لارې د افغانستان د شخړې حل غواړي – نظر‌پوښتنه


د افغانستان د جنګ او سولې د مطالعاتو انستیتیوت یوه تازه سروې ښيي، چې اکثره افغانان د سیاسي توافق له لارې د دغه هیواد د شخړې پر حل او د جمهوري نظام پر دوام توافق لري.

د دغه انستیتیوت یو مسول تمیم عاصي د پنجشنبې په ورځ د جنوري په ۲۳مه (سلواغې درېیمه) خبریالانو ته وویل، چې دا سروې د افغانستان په مختلفو زونونو کې له ۵۰۰۰ کسانو سره د مخامخ خبرو له لارې شوې ده.

د هغه پر وینا، په دې سروې کې شامل ۶۰ فیصده کسان د ښارونو او ۴۰ فیصده یې د کلیو اوسیدونکو وو، چې ۸۰ فیصدو یې د پوځي اقداماتو پر ځای له سیاسي لارو چارو څخه په استفادې د افغانستان د شخړې د حل کېدو غوښتنه کړې ده.

تمیم عاصي زیاته کړه، چې په دې نظرپوښتنه کې ۶۸ فیصده ګډون‌کوونکو د جمهوري نظام، ۱۲ فیصدو د امارت، ۱۱ فیصدو ګډ جمهوري او امارتي حکومت پلوي کړې او ۸ فیصدو په دې اړه څه نه دي ویلي.

هغه وویل: "د سولې له یو توافق پرته د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې د افغانستان د حکومت برخلیک د دې نظرپوښتنې یوه بله برخه ده، ۵۲ فیصده کسان په دې نظر دي چې کورنۍ جګړه به رامنځ ته شي، خو ۴۸ فیصده وايي، چې نظام به دوام وکړي".

د ښاغلي عاصي پر وینا، د سولې له ممکنه توافق وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور په اړه ۴۶ فیصده کسانو ویلي، چې نړیوال ځواکونه دې له افغانستان څخه ووځي، ۳۳ فیصدو یې پر پاتې کېدو ټینګار کړی او ۲۱ فیصدو ویلي، چې د دغو ځواکونو یوه برخه دې په افغانستان کې پاتې شي.

هغه دغه راز وویل، له سولې وروسته د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو د حضور په اړه ۵۷ فیصده کسانو ویلي، چې دا جنګیالي باید له افغانستان څخه بهر شي او ۴۳ فیصده کسانو په دغه هیواد کې د هغوی پر پاتې کېدو ټینګار کړی دی.​

د سولې خبرې

تمیم عاصي همداشان وویل، چې د دغې نظرپوښتنې ۶۵ فیصده ګډون‌کوونکو د افغان حکومت په رهبرۍ د سولې د مذاکراتو پر ترسره کولو ټينګار کړی او ویلي یې دي، چې دا کار د اشخاصو له توانه پورته دی.

دغه راز اکثرو ګډونوالو ویلي، چې د سولې خبرې باید په افغانستان کې دننه وشي، ۲۲ فیصدو له افغانستان څخه بهر او ۱۷ فیصدو بیا ویلي، په هرځای کې چې طالبان غواړي هلته دې د سولې خبرې وشي.

هغه زیاته کړه: "د هغو کسانو په ډله کې چې له افغانستان څخه بهر د سولې د خبرو ترسره کول غواړي، ۴۴ فیصدو یې د اسلامي هیوادونو، ۳۲ فیصدو یې د سیمې د هیوادونو، ۱۵ فیصدو یې د امریکا او اوه فیصدو یې د اروپا وړاندیز کړی دی".

دغه راز، ۸۳ فیصده کسانو په دې نظر پوښتنه کې ټینګار کړی، چې د سولې په خبرو کې افغان میرمنې هم ګډون ولري، خو ۱۷ فیصدو په دې پروسه کې د ښځو د حضور مخالفت کړی دی.

په دې نظرپوښتنه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اړه هم له ګډونوالو پوښتنه شوې ده، چې ۴۱ فیصده کسانو هغه د سولې په خبرو کې د آسانتیاو د رامنځ ته کولو لپاره یو وړ کس بللی، ۳۹ فیصده کسانو منفي ځواب ورکړی او ۲۰ فیصدو یې په اړه ناپوهي ښودلې.

XS
SM
MD
LG