د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: طالبانو دوو اونیو کې ۸۶ ملکیان وژلي


تېره اونۍ هلمند کې پر ۳۰۳ بس د ماین چاودنې انځور
تېره اونۍ هلمند کې پر ۳۰۳ بس د ماین چاودنې انځور

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تېرو دوو اونیو کې د وسله‌والو طالبانو د یرغلیزو بریدونو او چاودونو له امله ۲۵۱ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۳) ویلي چې طالبانو په دې موده کې پر خلکو او افغان ځواکونو د شپږو ځانمرګو بریدونو او ۹۲ ماین چاودنو په ګډون ۵۷۵ بریدونه کړي دي.

د ښاغلي ارین په وینا په دغو بریدونو کې ۸۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۵ نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغې ادعا په اړه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په دغو بریدونو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

طارق ارین زیاته کړې چې طالبانو په دې موده کې دوه ځانمرګي او ۷۲ یرغلیز بریدونه یوازې په هلمند ولایت کې ترسره کړي چې له امله یې تر پنځه زره کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو دغه بریدونه "جنګي جنایت" بللی او ټینګار یې کړی چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو د هر ډول بریدونو ځواب ورکوي.

د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغان دولت او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو او بشري اوربند ټینګار کوي.

په عین حال کې د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو د سولې د مرکچي پلاوو د تماس ډلې له څه باندې درې اونیو راهیسې په قطر کې د سولې د خبرو د تګلارې په جوړولو بوخت دي، خو دواړه لوري تراوسه د اختلافي مسایلو لپاره د حل لاره نه ده پیدا کړې.

XS
SM
MD
LG