د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو غزني کې د افغان سرتېرو پر مرکز برید کړی


د غزني امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه د یاد ولایت د قره باغ ولسوالۍ پر یو امنیتي مرکز د طالبانو په برید کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني امنیه قوماندان محمد خالد وردګ د جمعې په ورځ د «لړم پر۱۰مه» امریکا غږ ته وویل، چې د دغه برید په جریان کې طالبانو پر یاد امنیتي مرکز موټر بم برید هم کړی، چې پرمهال یې پنځه افغان سرتېري ټپیان شوي دي.

هغه وویل، چې تېره شپه تازه دمه ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلی او د طالبانو برید یې پر شاتمبولی، چې پر مهال ګڼ شمېر طالبان هم وژل شوي دي.

امنیه قوماندان په دغه نښته کې دواړو لورو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر په ډاګه نه کړ.

بلخوا سیمه ییز چارواکي وايي، چې د طالبانو موټر بم برید زیاته ویجاړي رامنځته کړې ده.

د غزني چارواکي همدارنګه وايي، چې طالبانو تېره شپه د دغه ولایت پر اندړو ولسوالۍ هم برید کړی، چې څو ساعته یې دوام درلود.

تر دا مهاله په دغه نښته کې د اوښتې مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

طالبانو بیا په قره باغ ولسوالۍ کې پر یو امنیتي مرکز موټر برید کې د لږ تر لږه لسو امنیتي سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.

XS
SM
MD
LG