د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د ماین چاودنې ۷ ملکیان وژلي


عکس ارشیف
عکس ارشیف

د هلمند ولایت په موسي کلا ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د سپرلۍ پر موټر د سړک د غاړي په ماین چاودنه کې د ماشومانو په ګډون اوه کسان وژل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن چهارشنبه مارچ ۲۵ (وري۶مه) امریکا غږ ته وويل چې پېښه تېره ورځ نا وخته د یادې ولسوالۍ په مرکزي برخه (وڅکه) سیمه کې رامنځته شوې ده.

ده وويل چې په وژل شویو کسانو کې دوه ماشومان، د هغوی پلار او څلور هغه کاریګر چي سیمي ته د مزدورۍ لپاره تلل شامل دي.

ښاغلي ځواک وويل: "ماین د وسله والو طالبانو له لوري په سیمه کې د امنیتي قواوو د موټریز کاروانونو لپاره ځای پر ځای شوی وو چې ملکي خلک يې قرباني شول، د سیمي یوه کس له خپلو دوو ماشومانو سره یو ځای څلور مزدور کاران خپل د سپرلۍ په موټر کې انتقالول چې ماین چاودنه پرې کړې او ټول وژل شوي."

موسی کلا ولسوالي په جنوب کې د وسله والو طالبانو لوی مرکز بلل کیږي چې له تیرو ۱۰ کالونو راهیسې پکښې دولتي حاکمیت نشته.

د پېښي سیمه له مخابراتي پوښښ څخه هم وتلې ده چي له کبله يې زیاتره وختونه تازه حال اخیستل ستونزمن کار دی.

وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG