د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د طالبانو موټر بم برید مرګ ژوبله اړولې


پېښه نن دوشنبه دسمبر نهمه تر غرمې مخکې څه کم یوولس بجې د نادعلي ولسوالۍ په «چهاراهي پای» سیمه کې شوې.

د نادعلي ولسوال بریالي نظري د ډسمبر پر۹مه «لېندۍ۱۸مه» امریکا غږ ته وويل، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې تر اوسه په پېښه کې د ملي اردو د ۳ سرتیرو جسدونه پيژندل شوي او ممکن دعه شمېر تغیر وکړي.

هغه وويل، چې د ملي پوځ پر مرکز د موټر بم په برید کې د امنیتي سرتیرو مرکز تخریب شوی او ځيني سرتیري د امنیتي پوستې تر ودانۍ لاندي دي.

نظري زیاته کړه: "څه کم ١١ بجې د ولسوالۍ دښت په سیمه کې د ولسوالۍ د کمر بند اړوند د ملي اوردو پر یوه کوچني مرکز په موټر بم ځانمرګی برید شوی تر اوسه ۳ تنه وژل شوي کسان پيژندل شوي او تر خاورو لاندي کسان چي ممکن ځيني سرتیري وژل شوي او یا هم ټپیان وي، د ژغورل کیدو لپاره يې سیمې ته تازه دمه سرتیري رسیدلي."

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم امریکا غږ ته د پېښي تائید وکړ، خو زیاته يې کړه چې تر اوسه پوري لا د چاودنې ډول او پکښې د رامنځته شویو تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي تر لاسه کړي.

په هلمند کې د ملي اردو ۲۱۵ میوند قول اردو بیا په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په دغه برید کې دوه ملي اردو وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

خو یوه امنيتي سرچينه چي نه غواړي نوم يې خپور شي اشنا راډيو ته وويل چي هلمند نادعلي کي تر چاودنې ورورسته رامنځ ته شوې جګړه پاي ته رسيدلې او ټول ۹ تنه د ملي اردو سرتيري وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

سرچينه وايي، سيمه کي تر موټربم ځانمرګي وروسته وسله والو جګړه پيل کړه او سيمي ته د تازه دمه سرتيرو د ورتګ مخ نيوی يې کړی وو.

نادعلي ولسوالي د هلمند د مرکز لښکرګاه په شمال کې نږدې پرته ولسوالي ده چې بل لور ته يې د مارجې ولسوالي ده.

د مارجې ولسوالۍ څلور کلنه محاصره تر لویو پوځي عملیاتو وروسته تیره اونۍ ماته شوه چې د پای په عملیاتو کې يې د ۳ سرحدي لوا قوماندان جنرال ظاهر مقبل هم د ماین په چاودنه کې ووژل شو او افغان خبریال سردار محمد سروري پکښې ټپي شوي.

د دغه موټر بم برید مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG