د لاس رسي وړ اتصالات

دوستم: جنرال احمدزی د شمال د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی


د افغان ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي، د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان د شمال د امنیت د ټینګښت په برخه کې پاتې راغلی دی.

نوموړي د جوزجان له قومي مشرانو سره لیدنه کې د شمال د امنیتي وضعیت په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د نوموړي د ناتوانۍ له امله ګڼ افغان سرتېري ژوند له لاسه ورکوي.

د جنرال دوستم له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې د هغه له قوله ویل شوي:"له افغان سرتېرو څخه د قول اردو د قوماندان د کمزوري ملا تړ له امله، ځوان افغان امنیتي سرتیري شهید کېږي، دغو سرتېرو ته پاملرنه نه کېږي او حتا هغوی ته د یوې مرغۍ ارزښت هم نه ورکوي."

هغه د شمال د امنیتي وضعیت په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د دغو ولایتونو اوسېدونکي له لوی امنیتي ګواښ سره لاس او ګرېوان دي او زیاته کړې ده چې ستونزې به یې ولسمشر غني سره شریکې کړي.

دوستم ویلي، چې امنیتي ځواکونو ته د نه پاملرنې په برخه کې بې عدالتي ورته د منلو وړ نه ده.

جنرال دوستم همدارنګه ویلي، که حکومت د نوموړي امنیتي طرحه منلې وای، د شمال امنیت به یې ټینګ کړی وای.

هغه د روان کال د حمل میاشتې پر لسمه په مزارشریف ښار کې یوې غونډې ته وینا کې ویلي و که حکومت اجازه ورکړي په شپږو میاشتو کې به طالبان له شمال څخه ورک کړي

خو په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان ولي احمد احمدزي بیا د جنرال دوستم انتقاد ته په غبرګون کې ویلي، چې د نوموړي په راتګ سره په شمال کې د مخالفینو د پرمختګ مخه ډب شوې ده.

۲۰۹ شاهین قول اردو په یوې اعلامیې د نوموړي له قوله ویلي:" دښمن ته مو اجازه ور نه کړه، چې ډېرې ساحې تر خپل کنټرول لاندې راولي، د افغانستان د دښمانانو د تهاجمي حملو مخه مو ونیوله او د ولسوالیو د سقوط د لړۍ مخه مو ونیول، که داسې مو نه وای کړي نن به جوزجان هم معاوین صاحب ته نه وای پاتې."

نوموړي ویلي، په دې برخه کې اصلي سوال خپله جنرال دوستم ته متوجه دی چې د هېواد د دوهم شخص په توګه د افغانستان په ځانګړي ډول د شمال لپاره څه لاسته راوړنې لري؟

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هوا په ګرمېدو سره د افغانستان د نورو برخو ترڅنګ په شمال کې هم د مخالفینو حملې زیاتې شوي دي.

د نا امنیو په تازه پېښو کې تېره شپه په تخار کې د طالبانو په حمله کې ۸ پولیس وژل شوي دي.

د شنبې په ورځ د تاوتریخوالې په یوې بله پېښه کې د بغلان پر امنیې قوماندانۍ هم د طالبانو په ډله ییز برید کې ۱۳ پولیس ووژل شول.

XS
SM
MD
LG