د لاس رسي وړ اتصالات

پنجشېر کې د طالبانو برید پر شا تمبول شوی ـ چارواکي


پنجشېر ولایت
پنجشېر ولایت

د پنجشېر سیمه ییز چارواکي وايي، ددې ولایت د عنابه ولسوالۍ پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو برید پر شا تمبول شوی دی.

د والي ویاند منصور عنابي نن سې شنبه سپټمبر ۲۲ (تله لومړی) امریکا غږ ته وویل چې وسله والو طالبانو تیره شپه ناخته د عنابه ولسوالۍ د «فراج» سیمې پر امنیتي پوستې برید کړی و.

هغه وویل چې دغه برید د امنیتي ځواکونو او سیمې خلکو له مقاومت سره مخ شوی او پر مهال یې درې وسله وال طالبان هم نیول شوي دي.

د پنجشیرد والي ویاند په خبره وسله وال طالبان له کاپیسا څخه پنجشېر ولایت ته داخل شوي وو.

د چارواکو په وینا د طالبانو په برید کې د سیمې یو تن اوسېدونکی هم ټپی شوی دی.

وسله والو طالبانو د روانې میاشتې پر ۱۸مه د یاد ولایت پر ابشار ولسوالۍ هم برید کړی و.

دا په تیرو کلونو کې پر پنجشېر ولایت د وسله والو طالبانو دوهم برید دی چې تر سره کیږي.

وسله وال طالبان پر داسې مهال دغه برید کوي چې په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پيل شوي دي.

طالبانو تر دا مهاله د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

د رپوټونو له مخې د سولې خبرو تر پیلېدو وروسته په افغانستان کې جګړو زور اخیتسی دی.

XS
SM
MD
LG