د لاس رسي وړ اتصالات

د پنجشېر او فراه لپاره د طالبانو د نومول شوو والیانو وژل کېدل


طالبانو د افغانستان د دفاع وزارت تر رپوټونو یوه ورځ وروسته د فراه لپاره د خپل والي ملا فضل الرحمن مشهور په ملا مشر وژل کېدل تائید کړل.

طالبانو نن یکشنبه د «زمري میاشتې پر۱۳مه» په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نوموړی د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت تېره ورځ ویلي و چې د فراه لپاره د طالبانو والي، د حلقوي زون مشر مولوي سعید او د دغه ډلې مالي او لوژستیکي مسؤل حاجي صداقت په هوايي برید کې وژل شوي دي.

فراه د افغانستان په جنوب کې له ایران سره پر پوله پروت ولایت دی چې زیاتې برخې د طالبانو تر ګواښ لاندې دي.

د یو بل خبر له مخې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبه د پنجشېر لپاره د طالبانو د نومول شوي والي د مرستیال عبدالاحد مشهور په ذولفقار د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، چې نوموړی تېره شپه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په «اهنګران» سیمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې له پنځو نورو وسله والو سره وژل شوی دی.

خو د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش امریکا غږ ته وویل، چې د یادو عملیاتو پرمهال د پنجشېر لپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي دستګیر او د هغه مرستیال عبدالاحد ذولفقار له پنځو وسله والو سره وژل شوي دي.

چارواکي وايي، چې یادو طالبانو خپل منځي غونډه لرل چې افغان ځواکونو ورباندې برید وکړ.

دا په تېرو دوو ورځو کې دوهم طالب مشر دی چې د افغان او نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې وژل کېږي.

طالبانو تر دا مهاله د پنجشېر لپاره د خپل نومول شوي والي او د هغه د مرستیال د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د نومول شوي والي او د هغه د مرستیال د وژل کېدو خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې طالبانو په دې وروستیو کې له پنجشېر سره پر پوله د بدخشان کران او منجان ولسوالي ونیوله.

دغه طالب مشران پر داسې مهال وژل کېږي، چې تېره ورځ په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو اتم پړاو مذاکرات پیل شول.

XS
SM
MD
LG