د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ته نژدې د پاشدان د اوبو بند افغان امنیتي ساتونکي وژل شوي


د هرات د پاشدان اوبو بند د جوړېدو چارې ۶۰ سلنه مخته تللي دي
د هرات د پاشدان اوبو بند د جوړېدو چارې ۶۰ سلنه مخته تللي دي

افغان چارواکي وايي، د هرات ولایت پر پاشدان اوبو بند د وسله والو مخالفینو په برید کې د یاد بند درې امنیتي ساتونکي وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د افغانستان د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې ویاند نظام خپلواک نن سه شنبه مارچ ۱۶ (کب ۲۶) امریکا غږ ته وویل چې د یاد بند څلور امنیتي ساتونکي نادرکه شوي هم دي.

خپلواک زیاته کړه: "نن سهار درې بجې وسله والو مخالفینو د هرات ولایت پر پاشدان بند دي حمله کړې چې په نتیجه کي یې درې امنیتي ساتونکي شهیدان شوي یو کس ټپي دی او څلور کسان نادرکه دي."

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ویاند وویل چې تر دې مخکې هم د پاشدان اوبو بند پر امنیتي ساتونکو بریدونه شوي وو چې په وینا یې یو شمېر سرتیري پکې مړه او ټپیان شوي وو.

د هرات د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو په اساس وسله والو طالبانو د روان کال د سلواغې پر ۲۶مه نېټه د پاشدان اوبو بند ۱۱ کار کوونکي برمته کړي وو چې وروسته یې خوشې کړل.

پاشدان بند په هرات ولایت کې د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي ادارې له مهمو پروژو څخه دی چې د یادې ادارې په وینا د جوړېدو چارې یې ۶۰ سلنه مخته تللي دي.

ټاکل شوې تر درې میاشتو په دغه بند کې د چارواکو په وینا د اوبو ذخېره کول پيل شي.

د پاشدان اوبو بند جوړولو کار له نن څخه ۸ کاله مخکې په هرات ولایت کې پیل شوی دی.

د مسؤلینو په وینا پر یاد بند باندې ۱۱۷ میلیونه امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د افغانستان حکومت د پراختیايي بودجې څخه ورکول کیږي.

د اوبو دغه بند په هرات کې له سلما اوبو بند څخه وروسته دوهم لوی بند دی چې جوړیږي.

XS
SM
MD
LG