د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو هرات کې د پاشدان اوبو بند ۱۱ کار کوونکي تښتولي ـ چارواکي


د پاشدان اوبو بند د جوړېدو چارې
د پاشدان اوبو بند د جوړېدو چارې

سیمه ییز چارواکي وایي وسله والو طالبانو په هرات ولایت کې د «پاشدان بند» ۱۱ کار کوونکي تښتولي دي.

امنیتي مسؤلین وایي چې دغه کسان تیره ورځ د طالبانو لخوا ناڅرګند ځای ته انتقال شوي دي.

د پاشدان بند امنیتي مسؤل عارف اڅکزي نن دوشنبه فبروري ۱۵ (سلواغې۲۷) امریکا غږ ته وویل چې دغه کسان د پاشدان بند په فرعي کانال کې په کار بوخت وو چې طالبانو وتښتول.

هغه وویل چې په تښتول شویو کې د پاشدان بند ځینې انجینیران هم شامل دي.

د هرات والي سید عبدالوحید قتالي هم د پاشدان بند کار کوونکو تښتول کېدل تائید کړي، خو زیاته کړې ده چې د راخلاصولو لپاره هڅې روانې دي.

وسله والو طالبانو هم تائید کړې چې د یاد بند ځينې کار کوونکې د هغوی په وینا له اصولو څخه د سرغړونې په تور له ځان سره بېولي چې وروسته به یې ازاد کړي.

د پاشدان اوبو بند کا رکوونکي پر داسې مهال د طالبانو لخوا بېول کیږي چې ټاکل شوې تر درې میاشتو په دغه بند کې د چارواکو په وینا د اوبو ذخېره کول پيل شي.

د پاشدان اوبو بند جوړولو کار له نن څخه ۸ کاله مخکې په هرات ولایت کې پیل شوی دی.

د مسؤلینو په وینا پر یاد بند باندې ۱۱۷ میلیونه امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د افغانستان حکومت د پراختیايي بودجې څخه ورکول کیږي.

د اوبو دغه بند په هرات کې له سلما اوبو بند څخه دوهم لوی بند دی چې جوړیږي.

د مسؤلینو په وینا د یاد په جوړېدو سره به ۱۳زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.

XS
SM
MD
LG