د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې موټر بمب چاودنه شوې او ۸ طالبان وژل شوي- چاروکي


هغه وویل چې په دغه چاودنه کې د ملي اردو ۷ سرتیري برسېرن ټپیان شوي چې په وینا یې وضعیت یې ښه دی.
هغه وویل چې په دغه چاودنه کې د ملي اردو ۷ سرتیري برسېرن ټپیان شوي چې په وینا یې وضعیت یې ښه دی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو یو موټر بم هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړی دی.

دفاع وزارت د جمعې په ورځ جنورۍ ۱۵( مرغومې ۲۶) ویلي چې طالبانو غوښتل تیره شپه له یاد موټر څخه په استفادې د ملي اردو پر یوه مرکز چاودنه وکړي چې هدف ته له رسېدو مخکې له منځه یوړل شوی دی.

د دفاع وزارت اعلاميه وايي چې په دغه پېښه کې ۸ وسله وال طالبان هم وژل شوي او یو بل یې ټپي دی.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده هم امریکا غږ ته وویل چې تیره شپه کابل ـ کندهار د لویې لارې پر سر د غزني ولایت اړوند «ناني» سیمه کې د طالبانو یو موټر بم تر پيژندلو وروسته د ملي اردو مرکز ته نژدې د افغان ځواکونو د ډزو په پایله کې له منځه وړل شوی دی.

هغه وویل چې په دغه چاودنه کې د ملي اردو ۷ سرتیري برسېرن ټپیان شوي چې په وینا یې وضعیت یې ښه دی.

خو د غزني د ولایتي شورا یوه غړي امان الله کامراني بیا ویلي چې په دغه چاودنه کې د ملي اردو ۹ سرتیري ټپيان شوي دي.

د سیمې اوسېدونکو هم ویلي چې د چاودنې غږ یې اورېدلی او زیاتوي چې امنیتي سرتیرو د پېښې ځای ته تللې لارې بندې کړي دي.

بلخوا د غزني ولایت مقام لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې تیره شپه د یاد ولایت په قره باغ او اندړو ولسوالیو په ځینو سیمو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په کندز ولایت کې د نښتې په اړه راپورونه

د کندز ولایت امنیتي چارواکي د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو پر مرکز د طالبانو د برید خبر ورکوي.

د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني نن جمعه جنورۍ ۱۵( مرغومې ۲۶) امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د امام صاحب په «اورته بوس» سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه په دغه نښته کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله تائید کړه، خو د کره شمېر په اړه یې نور جزئیات ورنه کړل: "تیره شپه دښمن د ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیت پر مرکز بریدونه وکړل، دواړو لورو ته تلفات رسېدلي، خو کره شمېر یې معلوم نه دی."

خو یوې امنیتي سرچینې بیا د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په دغه نښته کې څلور پولیس او شپږ د ملي اردو سرتیري وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.

پر همدې مهال د کندز د ولایتي شورا رئیس یوسف ایوبي هم امریکا غږ ته وویل چې په نښته کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو وايي چې د پېښې څېړلو لپاره سیمې ته یو پلاوی استول شوی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG