د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: غزني کې د بهرني اتباعو په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي


چارواکي وایي په عملیاتو کې د ځانمرګو واسکتونو جوړولو یوه کارخانه او د ترهګرو د اوسېدو ځای هم له منځه وړل شوي
چارواکي وایي په عملیاتو کې د ځانمرګو واسکتونو جوړولو یوه کارخانه او د ترهګرو د اوسېدو ځای هم له منځه وړل شوي

د افغانستان دفاع وزارت د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د ۱۰ بهرني اتباعو په ګډون د ۲۲ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان نن چهارشنبه فبروري لسمه (سلواغې ۲۲) امریکا غږ ته وویل چې د وژل شویو وسله والو په ډله کې ۱۰ افغان طالبان، شپږ عرب، دوه پاکستاني او دوه تاجکستاني وسله وال شامل دي.

نوموړی وايي، یاد عملیات چې تیره شپه د «kkk» په نوم د افغان کمانډو لخوا تر سره شوي پر مهال یې درې وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي.

د ښاغلي امان په وینا په دغه عملیاتو کې د ځانمرګو واسکتونو جوړولو یوه کارخانه او د ځانمرګو کسانو د اوسېدو ځای هم له منځه وړل شوی دی.

هغه زیاته کړه: "په دې عملیاتو کې د ملي اردو ځواکونو د ځانمرګو بریدونو ۱۶ واسکټونو او ۱۶ ټنه چاودېدونکي مواد له منځه وړي."

وسله والو طالبانو بیا د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د افغان سرتیرو او طالب وسله والو تر منځ د جګړې خبر تائید کړی.

د وسله والو طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په یاده نښته کې یوازې درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

هغه په دغه جګړه کې طالبانو ته د ډېرې مرګ ژوبلې اوښتو په او بهرنیو وسله والو د شتون په اړه خبر رد کړی دی.

د افغانستان دفاع وزارت د دې ترڅنګ د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې هم د هوايي برید پرمهال د ۱۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او څو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

وسله والو طالبانو د هلمند ولایت د هوايي برید په اړه څه نه دي ویلي.

د یو بل خبر له مخې د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، تیره شپه د یاد ولایت د چپرهار ولسوالۍ د سرې کلا سيمه کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې د هدفي وژنو پنځه غړي نيول شوي دي.

چارواکي وایي چې نیول شوو کسانو په جلال اباد ښار کې دولتي مسئولين ترور کول.

XS
SM
MD
LG