د لاس رسي وړ اتصالات

پر شېرزاد ولسوالۍ حمله کې ۲ پولیس او ۲۷ طالبان وژل شوي


د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د تېري شپې په حمله کې ۲ پولیس وژل شوي او ۸نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل، چې په دغه حمله کې ۲۷ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړه چې د دوتنو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.

وسله والو طالبانو تېره شپه ۷ بجې لومړی د شېرزاد ولسوالۍ ودانۍ ته نژدې دوې موټر بم چاودنې وکړې او تر هغه وروسته یې پر ولسوالۍ حمله وکړه.

د ننګرهار چارواکي وايي، چې په سیمه کې د دواړو لورو ترمنځ د شنبې تر سهار پورې نښته روانه وه چې سیمې ته د تازه دمه سرتېرو په رسېدو سره پای ته رسېدلې ده.

پر همدې مهال د شېرزاد ولسوال مبارز خادم امریکا غږ ته وویل، چې طالبانو تېره شپه په دغه ولسوالۍ کې پر ۱۶ امنیتي پوستو حمله کړې وه چې تر سهار یې دوام درلود.

نوموړي زیاته کړه چې په سیمه کې مخابراتي شبکې کار نه کوي چې له امله یې تر دامهاله په دغه پېښه کې د اوښتو تلفاتو کره شمېره معلومه نه ده.

د شېرزاد ولسوال وايي چې نوموړي خپله او امنیه قوماندان د پېښې پر مهال په ولسوالۍ کې شتون نه لاره.

ښاغلي خادم د شېرزادو ولسوالۍ امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

پر همدې مهال په ختیځ کې د ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو چارواکي وايي، چې طالبانو د شېرزاد ولسوالۍ د سقوط پلان درلود، خو د درنو تلفاتو په لیدلو سره یې دغه پلان کامیاب نشو.

د سیمې اوسېدونکو امریکا غږ ته وویل، چې طالبان د ولسوالۍ ودانۍ ته داخل شوي او له افغان سرتېرو سره په جګړه بوخت دي، خو د شېرزادو ولسوال د ولسوالۍ د سقوط خبر ردوي.

طالبانو بیا ویلي چې په دغه حمله کې ګڼو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

XS
SM
MD
LG