د لاس رسي وړ اتصالات

د زابل نښته کې د طالبانو او پولیسو مرګ ژوبله


په زابل کې د پوليسو د یوه مرکز تر سقوط وروسته د هوايي قواوو په برید کې ۱۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي، لومړی تېره شپه وسله والو د شهرصفا ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د پوليسو پر یوه مرکز برید وکړ چې یاد مرکز سقوط کړی خو اوس بیرته پکښې تازه دمه سرتیري ځای پر ځای شوي دي.

د زابل د امنیت امر سمونوال فدا محمد ترخېل نن یکشنبه جولای۱۹(چنګاښ۲۹) امریکاغږ اشنا ته وويل چې د پېښې له سیمې څخه د تګ پر مهال لس ګونه وسله وال طالبان د هوايي ځواک تر برید لاندي راغلي چې د وژل شویو وسله والو طالبانو جسدونه هم په سیمه کې پراته دي.

ده وويل:"وسله والو طالبانو چي د کندهار او زابل له بېلا بېلو سیمو څخه را ټول شوي وو زموږ د اسحاقزي مانده د پوليسو پر یو مهم مرکز يې برید وکړ چې جګړې تر سهار پوري دوام در لود هوايي ځواک پر وسله والو باندې برید وکړ چې ۱۴ تنه يې وژل شوي او ۸ تنه نور يې ټپیان شوي ټول جسدونه سیمه کې دي او داسي احتمال شته چي ځيني پاکستاني اتباع هم پکښې شامل دي، په جګړه کې زموږ یو پوليس وژل شوی او ۳ نور ټپیان دي او امنیتي مرکز چي د لنډ وخت لپاره سقوط کړی وو بیرته تازه دمه سرتیري پکښې ځای پر ځای شوي."

د پېښې سیمه له امنیتي پلوه هم حکومتي قواوو او هم وسله والو طالبانو ته ځانګړی اهمیت لري.

دغه راز د پېښې سیمه د کندهار د ارغستان او د زابل د شهرصفا ولسوالۍ تر منځ د وسله والو طالبانو د تګ راتګ او اکمالاتو مهمه لار بلل کیږي.

د زابل د امنیت امر سمونوال ترخېل په دې باب امریکا غږ ته وويل چې وسله وال طالبان هڅه کوي له یادي لارې څخه د ډیورند فرضي کرښې، د زابل د میزاني او ارغنداب تر څنګ د کندهار د شمالي ولسوالیو او د ارزګان ولایت د ګڼو برخو ترمنځ خپل اکمالات تر سره کړي چي دوی يې مخنیوی کړی.

له تیرو دو میاشتو راهیسې د شهرصفا او کلات ترمنځ د کابل کندهار د لويې لارې برخه نا امنه شوې چې په یاده موده کې د پوليسو د تلفاتو شمېر هم تر ۲۵ تنو زیات ښودل کیږي.

بلخوا د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ امنیه قوماندان صاحب جان هم پرون د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د زابل د ولایتي شورا مشر عطاجان حقبیان پر خپل فېسبوک پاڼه د نوموړي مړینه تائید کړې ده.

خپله وسله والو طالبانو د زابل د شهرصفا ولسوالۍ د تیري شپې د جګړې او په هوايي بریدونو کې خپلو ملګرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG