د لاس رسي وړ اتصالات

 زابل کې د ماین چاودنې او جګړې کې ۱۰ افغان پولیس وژل شوي


تصویر: آرشیف
تصویر: آرشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې دزابل په ولایت کې د سړک غاړې ماین له چاودنې وروسته د افغان پولیسو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین په خپل ټویټر کې لیکلي دي‌ دا پېښه د جمعې په ورځ جون پنځمه (غبرګولي ۱۶) د زابل ولایت په لویې لارې کې د آنتن د پوستې په سیمه کې شوې ده.

ښاغلي آرین لیکلي دي چې د افغان امنیتي ځواکونو یو هاموي موټر د طالبانو له لوري په ښخ شوي ماین برابر شوی چې وروسته بیا د دواړو خواو ترمنځ جګړه هم شوې ده.

نوموړي لیکلي دي: "...په نتیجه کې ۱۰ افغان امنیتي ځواکونه شهید او یو بل ژوبل شوی دی. په پېښه کې څلور وسله وال طالبان هم وژل شوي دي او درې موټر سایکلونه یې ویجاړ شوي او یو شمېر مهمات او وسلې یې هم نیول شوي دي. "

د افغانستان دکورنیو چارو وزارت وايي‌ چې په دغې نښتې کې د افغان ځواکونو درې هاموي موټرونه او یو رنجر هم ویجاړ شوی دی.

تر دې دمه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي‌ دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې دېره امریکایي ځواکونه وايي چې په فراه او کندهار کې یې پر هغو وسله والو طالبانو بریدونه کړي دي‌ چې پر افغان امنیتي ځواکونو یې د بریدونه تابیا کړې او پر پوستو یې بریدونه یې کړي وو.

XS
SM
MD
LG